
افغانستان بانک مسوولينو د پخواني رئیس اجمل احمدي ٦٥ لکه افغانۍ مياشتېنى معاش بند کړ
نن ټکى اسيا (پنجشنبه، ٢٢ تله ۱۴۰۰): د افغانستان بانک مسوولينو د اشرف غني د حکومت پر مهال د افغانستان بانک د سرپرست رئیس اجمل احمدي معاش بند کړى دى.
هغه اسنادونه چې ځينو رسنيو ته لاس ته ورغلي، په کې موندل شوي چې د اشرف غني د حکومت پر مهال د افغانستان بانک سرپرست رئیس اجمل احمدي ٦٥ لکه افغانۍ معاش اخيستلو.
افغان حکومت همدا راز د اجمل احمدي بانکي حساب هم تړلى دى.
سرچېنې وايي چې اجمل احمدي د کابل څخه د تېښتې پر مهال نه دى توانېدلى چې له بانکه پيسې وباسي او په ډالرو ېې بدلې کړي.
د افغانستان بانک مسوولينو همدا راز يو کمېټه تشکیل کړي څو د نوموړي رياست پر مهال استخدام شويو کسانو په اړه تفتيش وکړي.
ويل کيږي چې د اجمل احمدي له خوا لري شوي کسانو د افغانستان بانک نوي مسوولينو ته شکايت کړى دى چې دوى بېرته مقرر کړي.
اجمل احمدي د اشرف غني د دوهمې دورې حکومت پر مهال د افغانستان بانک سرپرست رئیس و. هغه د ولسي جرګې څخه د باور رایه ترلاسه نه کړه خو سربېره پر دې يې کارونو ته دوام ورکولو.
د نوموړي افغاني هویت هميشه په ټولنېزو رسنيو کې تر پوښتنې لاندې و.