افغانستان

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د پاکستان «‎PIA» او «کام ایر» هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ، ۲۰ تله، ۱۴۰۰ل): د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستان هوايي شرکت (PIA) او کام ایر هوايي شرکت ته خبرداری ورکړی  چې خپل ټکټونو نرخونه ښکته کړي.

یاد وزارت ویلي چې د کابل-اسلام اباد تر منځ هوايي ټکټ قیمتونه دې د اګست تر پنځلسمې وړاندې نرخونو باندې ورکړل شي.

ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي چې که هوايي شرکتونه تخلف وکړي نو الوتنې به یې په ذکر شوي خط السیر کې بندې شي.

د تېرو څو ورځو راهیسې راپورونه ورکول کیږي چې د پاکستان هوايي شرکت د کابل –اسلام اباد د ټکت نرخ تر ۲۵۰۰ ډالرو پورې لوړ کړی دی.

پخوا به د کابل –اسلام اباد تر منځ د یو طرف ټکټ نرخ له ۱۵۰ تر ۱۸۰ډالرو پورې و.

پاکستان له تېرو څو ورځو راهیسې  د کام ایر کابل-اسلام اباد پروازونه هم  بند کړي دي چې دغه چارې د پاکستان PIA د کابل-اسلام اباد پروازونه انحصار کړي دي.

د کام ایر هوايي شرکت سوداګریز آمر سلیمان عمر ویلي وو چې د پاکستان حکومت ورته ویلي چې نور دغه هیواد ته پروازونه نه شي کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx