نړۍ

هندي مسلمانانو امريکايي مصنوعاتو سره پريکون اعلان کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۹مه، ۱۳۹۳ل:) پر غزه د اسراييلي ترهګريزو بريدونو په غبرګون کې د هند مسلمانانو امريکايي او اسراييلي مصنوعاتو سره پريکون اعلان کړی دی.

د هند پلازمېنې نوې ډيلي او نورو ګڼو ښارونو کې هندي مسلمانانو د لاريونونو او مظاهرو په ترڅ کې اعلان وکړ، چې امريکايي او اسراييلي مصنوعاتو سره بشپړ پريکون اعلانوي.

مظاهره کې ويناوالو اعلان وکړ، چې اسراييل او امريکا دواړه ترهګر هېوادونه دي او په ګډه يې د غزې پر بې دفاع ولس بمباري پيل کړې له زرو زيات فلسطينيان يې شهيدان کړي، زرګونو نور يې ټپيان کړي او زرګونه ودانۍ يې ويجاړې کړي دي او د امريکا په ګډون ټوله نړۍ يې ننداره کوي.

د مظاهرې ويناوالو وويل، که نور مو وس نه کيږي، پيپسي، کوکاکولا او داسې نور مشروباتو سره خپل پريکون اعلانولی شو او له دې لارې له امريکا او اسراييلو د خپلې کرکې او نفرت اظهار کوو.

په مظاهرو کې د هند مسلمانو سوداګرو او د هوټلونو خاوندانو اعلان وکړ، چې له دې وروسته خپلو هټيو او هوټلونو کې اسراييلي او امريکايي مشروبات نه خرڅوي او نور مسلمانان به هم ترې منعه کوي.

مظاهره چيانو وويل، چې دې پرېکون سره به امريکا او اسراييلو ته د پام وړ زيان وانوړي، مګر د خپلې کرکې او نفرت او فلسطينيانو سره د همدردۍ او خواخوږۍ يوه څرګندونه ده.

د یادونې وړ ده چې د غزې په تراډه د اسراییلو په وحشیانه بمبارۍ او بریدونو کې تر دې مهاله ۱۳۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي او تر ۷۵۰۰ زیات ټپيان شويدي.
د بمباریو زیات شمېر قربانیان ماشومان او ښځې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x