
ورزش
«صدیقي ګروپ» په نړیوال جام کې د افغانستان لوبډلې مالي ملاتړ کوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د شل اوریز نړیوال جام لپاره یې د افغانستان لوبډلې لپاره مالي ملاتړ موندلی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې صدیقي ګروپ په رسمي توګه د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق د څلور نیم لکه ډالرو په بدل کې ترلاسه کړي دي.
صدیقي ګروپ په خپل ویبپاڼه لیکلي چې په مختلفو برخو کې تجارت کوي چې ددې له منځه د د غیرمنقوله جایدادونو خرڅول اخیستل، ساختماني کارونه، صادرات او واردات او د طلا کاروبار دی.
دغه ګروپ به ۲۰۱۰ز کال کې په افغانستان کې کار شروع کړی او رووسته یې په دوبۍ، چین، سویس او ترکیه کې خپلې څانګې خلاصې کړي دي.