افغانستاننړۍ

د ټکټونو د نرخونو د ښکته کولو په غبرګون کې؛ د پاکستان PIA کابل ته پروازونه بند کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۰ل): د پاکستان نړیوال هوايي کرښې (PIA) وايي چې د افغان حکومت د لاسوهنو په غبرګون کې  د کابل-اسلام اباد تر منځ پروازونه  بند کړي دي.

د پاکستان PIA په داسې حال کې د کابل-اسلام اباد تر منځ د پروازونو د بندولو خبر ورکوي چې نن پنجشنبه د ترانسپورت او هوايي چلند ادارې دغه شرکت او کام ایر هوايي شرکت ته خبرداری ورکړ چې د ټکټ نرخونه د پخوا په څېر تنظیم کړي.

د اګست تر ۱۵مې وړاندې د کابل-اسلام اباد تر منځ د یو ټکت نرخ د ۱۲۰-۱۵۰ ډالرو تر منځ و خو د تېرو څو ورځو راهیسې داسې راپورونه ورکړل شول چې دغه شرکت د کابل-اسلام اباد تر منځ د یو ټکټ نرخ ۲۵۰۰ ډالرو ته لوړ کړی دی.

همدا راز د پاکستان حکومت د افغانستان خصوصي شرکت کام ایر کابل-اسلام اباد پروازونه هم بند کړل چې دغه چارې د کابل-اسلام اباد پروازونه د PIA انحصار کړل.

د ترانسپورت وزارت چې د ټکټونو د نرخونو د لوړیدو شکایتونه ورته شوي وو نن وویل چې که د پاکستان هوايي شرکت او کام ایر خپل نرخونه د پخوا په څېر تنظیم نه کړي دوی به يې پروازونو ته اجازه ورنه کړي.

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت تر دې وروسته وویل چې دوی د افغان حکومت د چارواکو د سختو لاسوهنو له کبله کابل ته پروازونه بندوي.

یاد شرکت همدا راز ویلي چې افغان حکومت د دې شرکت کارکوونکو سره بد چلند کړی او په کابل کې يې د دې هوايي شرکت مشر استازی نیولی و چې وروسته د پاکستان سفارت په منځګړتوب راخوشې شو.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د پروازونو د بندیدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې پاکستان له افغانستان سره ټولې ځمکنۍ لارې د تېرو شاوخوا ۵ میاشتو راهیسې تړلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میرافغان

پاکستان ته خو په کار وه چي کرایه یې لا کمه کړې وای۔ مګر دوی د خلګو د مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخلي۔

ورک ځاځی

ډيره مننه د ا ا ا څخه. مونږ افغانان بايد پو شو او د دى منافق ملک سوى استفادې چى هميشه يى زمونږ خوار ملت زورولى ده ځان خلاس کو او پر خپلو پښو ودريږو. که هر څومره ګرانه وى. او بيا دى مناقو ته د داسى سبق تيارى وکو چى تر آخرت پورى يى ياد ساتى. دغه پښتونخوا بايد په دى مرتدو باندى سور اور وګرځى.

طاهر ثابت

زه دطالبانو په نرمو خبرو انتقاد نه لرم. شرایط همدا اجابوی. دسوال خبری دملت له بدبختی نه ښی دی او باید شرم یی ونه بولو.
خو خلک وایی دومره هم مه نرمیږه چه نور دی وخوری. زه دترانسپورت وزارت په تصمیم خوښ سوم او دقرغیزستان سره دوړو او غوړیو نوی قرار داد هیله مند کړم. همداسی نور لازمی مواد باید دنورو بندرو نه راوړل سی. ایران او اوزبکستان به ښی لیاری وی.

محمد

دا خو له خیره سره ورو ورو طالبانو یا اسلامي امارت ته څرګندېږي، کوم چې دا څلوېښت کاله ویل کېدل، پاکستان د افغانستان خیر نه غواړي، دا دی اوس ثبوتېږي. پاکستان به نور هم ډېر مشکلات زمونږ هېواد او اسلامي امارت ته جوړ کړي. طالبان دې اوس د چل او تدبیر څخه کار واخلي او د دې دښمن هېواد لپاره دې نور بدیلونه پیدا کړي. پاکستان د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کاوه چې یو خو یو ضعیف، محتاج او ترلاس لاندې هېواد ولري او بل دا چې د هندوستان اغېز په افغانستان کې له مینځه یوسي. دا مناسبات به… نور لوستل »

طوطی

پاکستان په تاریخ د افغانستان په ګټه کار ندی کړی چی اوس یی وکړی خو ځینی طالبان اوس هم فکر کوی چی کوندی پاکستان یی دوست دی. طالب مشران دی باید زر خپل کورونه له پاکستان څخه وباسی او یو مستقله سیاست بدون له ترس او یری دی خپل کړی.

ورک ځاځی

کوم طالب دا ويلى چى پاکستان دوست ده? طالبانو ته تر ټولو زيات تاوان همدى پاکستان رسولى. البته د مغرب غلامان او تالى څټى اوس هم دا فکر کوى چى غرب د دوى دوست او خيرخواه ده.

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx