نظــر

رسميت پيژندنې کې ځنډ يا د ماتې انتقام

عبدالغفار سربڼ

د بين الدول حقوقو بدبينه او نيک بينه (خواخوږي) پوهان او پروفيسوران لګيا دي او سرګردانه په خپلو کتابونو او لکچر نوټونو او پخوانيو اسنادو کې ددې لپاره دلايل او ځوابونه لټوي چې ولې اسلامي امارت د نړيوالې ټولنې له خوا په رسميت نه پېژندل کېږي. سره له دې چې دغه ټول پوهان د يوې واحدې عقيدې(ليبراليزم) يا پيروان دي او يا له مجبوريت نه هغې سره همغږي دي خو بيا هم د اسلامي امارت د نه پيژندلو دلايل بېلا بېل ګڼي.

مقصد په دې هکله اتفاق نه لري، حقيقت دادی چې هغه هيوادونه چې دوی هلته خپلې زده کړې بشپړې کړي او ځينې خو دلته بيا په اشغال کې ښکېل وو پخپله د اسلامي امارت له بيړني قيام نه داسې ګنګس او ګيچ دی چې نه پوهيږي چې له داسې يو حاکميت سره چې ناټو او امريکايي زبر ځواک يې په داسې حال کې ماته کړي چې د ګاونډيانو په شمول يې حتی يو هيواد هم نظامي او مالي مرسته نه کوله څه چلند وکړي لا تر اوسه د ماتې له بيهوشۍ نه په سد شوي نه دي. دا حالت اصلاً د هغه پهلوان حالت ته ورته دی چې ميدان يې بايللی وي او صرف د انتقام په فکر کې وي.

خو زمونږ پوهان ددې لپاره چې لوېديځ واکمنه هيوادونو ته د رسميت نه پيژندلو برأت ورکړي سرګردانه په حقوقي دلايلو پسې ګرځي، ډير کم وګړي دې حالت ته سياسي علت وړاندې کوي.
دغه پوهان او تحليل کوونکي د اسلامي امارت د حکومت نني موقعيت او هويت کله له دو فکتو حالت سره ورته ګڼي کله يې مشروطه پيژندګلوي او اعتراف بولي او بيا کله يې بيخي نه پيژندنه مني.
راځي وګورو حقيقت څه دی.

وايي چا مرچکو ته په خورا خواره او شوق کتل بل ورته وويل ولې ورته ګوري! خوره يې!. ده ويل ځکه ورته ګورم چې که يې نه خورم زړه مې ورته کېږي او که يې وخورم بل ځای مې پسې سوځي او بيامې ځوروي نو په دو کې حيران يم. د ډيرو هيوادونو حالت د امارت په وړاندې همدغه مثال ته ورته دي.

له اسلامي امارت سره د درست جهان تعاملات او اړيکې د نړۍ مجبوريت دی نه دا چې دوی د افغانانو په درد او رنځ کې خواخوږي لري او غواړي له دوی سره د انساني زړه سوی او عواطفو په سبب مرسته وکړي.
د غني د تيښتې له لومړۍ ورځې وروسته هم امريکايان او هم نور هيوادونه له امارت سره په خبرو اترو بوخت دي، د ډيرو خو سياسي استازولي او نمايندګي فعالې او چالانې دي. د اسلامي امارت په شتون اعتراف ځنډوي او انکار تري کوي خو ورسره غږيږي او حتی د مرستو د ويش او مديريت اعتبار هم پرې کوي.

نو دغه حالت زما په اند او يقين تاريخي سابقه نه لري، سمه ده چې روسيه چېن ويتنام کوريا شرقي المان او نور حکومتونه هم له انزوا سره مخامخ و خو د افغانستان ننی هويت او هيئت اصلاً له هيڅ يو بل هيواد سره ورته حالت نه لري.

درې اصلي شرطونه ددې لپاره چې يو دولت اعلان شي او د هغه قيام عيني او فزيکي هيئت پيدا کړي حقوقي محک ګڼل شوي او واجب بلل کېږي. د افغانستان ارضي تماميت بشپړ دی او د اسلامي امارت وسله وال ځواکونه د افغانستان پر قلمرو کامل واک لري، ټول نفوس او وګړي ددې حاکميت تر واک لاندې راغلي او اخري دا چې امنيت هم بشپړ ټينګ دی. دغه شروطو ته په کتو هاغه خاوره کې چې افغانستان په کې د دولت په توګه پروت دی او خپلواک حاکميت لري د نړۍ له لوري پيژندل شوی رسميت او هويت لري.

خلاصه بلواکي يعني د ناڼو امريکا تحت الحمايه حکومت د ولسي شل کلن پاڅون او مبارزې په پايله کې په خپلواک او مستقل حکومت بدليدل اصلاً د هيڅ يوې حقوقي قاعدې لاندې کومې چې پورته ياد شول نه راځي بلکه پرته له بحث او فحث نه د ديژور يا بشپړې رسميت پيژندنې موقف غوره کوي.

د ليبرال بين الدول حقوق پوهانو! لږ پر خپل ملت زړه وسوځوئ، تاسې بيا دغه هيواد د خپلې هغې مينې قرباني کوئ چې له انتخاباتو، اساسي قانون، جمهوريت او دموکراسۍ سره يې لري. ګورئ دغې دنيا کې ملحد بې دينه کودتايي کمونيست قوم پرسته حتی د جنوبي افريقې نژاد پاله دولتونو شتون درلود او لري يې او ټول په رسميت پيژندل شوي وو. که په اسلام او جهاد باور نه لرئ حد اقل استقلال ته احترام وکړئ او د امريکې ضد بشري چلند ته حقوقي او مشروع کميسونه مه ور اغوندئ.

اسلامي امارت ته دا پيغور ورکول کېږي چې ګواکې قطر، ترکيه او پاکستان او اسلامي دولتونه هم امارت په رسميت نه دي پيژندلي! د امريکې ګيچ او دوګوني موقف دوی هم انتظار ته مجبوره کړي دي. دا سوال ولې نه کوي چې ايا دغه هيوادونه ټول د خپلو وګړو نماينده ګي کولی شي. له ځان نه دغه پوښتنه وکړئ چې په ټولې نړۍ کې حتی غير مسلمانو هيوادونو کې ايا سترې پرګنې او وګړي پرته له دولتونو د ناټو او امريکې په ماتې خفه دي که خوشحاله؟

دغه چې اسلامي دولتونو هم د امريکې چلند غوره کړی او د غرب پېښې کوي بل دليل هم لري که دوی داسې يو دولت په رسميت وپيژني چې هلته شريعت او الهي حکم قانون وي نه ديموکراسي او انتخابات او تقلب او غالي نو ايا ددغو هيوادونو وګړي به بيا له دغو سيکولرو سياسيونو نه د شرع د پلي کېدلو غوښتنه ونه کړي؟ بله دا چې که دوی د امريکې له امر نه سرغړونه وکړي بيا به د دوی حکومت هم سست شي او د کمزوري په پايلې کې به بيا سبا د امريکې فوجي او مالي حمايت هم له لاسه ورکړي. همدا نن هم د دوی فوج او اداره د امريکې د بسپما او مرستو په فيض ولاړې دي. که دوی پرته له امريکايي خوښي او پخپل سر رسمي اعلان وکړي نو انزوا به د دوی هم برخليک شي. هغه دی هر يو يې ګوري چې دوی په مختلفو بهانو امارت سره اړيکې پالي ځکه له خپلو ولسونو هم ويريږي.

امريکا دې نره شي يو ځل دې جرئت وکړي او د طالبانو د بريا په هکله دې په غربي نړۍ کې د خلکو په مينځ کې ريفراندوم او ټول پوښتنه تر سره کړي چې خلک د چا پلوي دي. غربي نړۍ کې سره له دي چې ميډيايي دوکه او درواغ جاري دي ولسونه د عراق د افغانستان او سوريې د جګړې مخالف دي ايا د دغو خلکو استازيتوب همدا نني حاکمان کولای شي. غربي حاکمان حتی خپل اصول چې اساسي قانون دی ماتوي حد اقل تاسې افغاني پوهان دغه حقيقت ته چراغ ونيسئ او خلکو ته دا ووايئ چې دموکراسي يعني دوکه!

د امريکايي حکومت او سپينې ماڼي د وياندويانو خبرې چې له ماتې نه لا تر اوسه په سد شوي نه دي نور دولتونه او بيا همدغه وطني سيکولران لکه طوطي تکراروي:

پراخ بنسټ حکومت د بشر حقوق د ښځو حقونه او له ترور سره مبارزه!
لومړی: امريکا نن هم هماغه غواړي چې پرون يې له غني غوښتل چې عبدالله شريک کړه! ماته ښکاري چې دوی واقعيت لا تر اوسه نه دی حس کړی چې دوی مات شوي وتلي او غني له دوی نه مخکې تښتيدلي. يا داده چې دوی نه پوهيږي چې طالبانو شل کاله د پراخ بنسټه حکومت د نسکورولو لپاره جهاد وکړ تر څو تنظېم او توپک سالاري ختمه کړي نو اوس به بيا شل کاله مخ تاريخ ژوندی کوي. خير امريکايان به بيداره شي.

شل کاله همدغه کسان د همه شمول په نامه او د توکم واکۍ او ملوک الطوايفۍ په بڼه امريکايانو وازمايل نو اوس يې بيا غواړي وازمايي عجب خوب دی خو تعبير يې باطل دی.
په رسميت پيژندنه اوس مشروطه شوي په لاندې کړنو، افغانستان کې ۸۸ ګوندونه دي دوه سوه شاو خوا د امريکې لاس پوڅي سياستوال او معاشخواره دي بيا مزدور مدني فعالان او ميډيا دغه ډلې بايد په حاکميت کې شامل شي.

پوښتنه داده: ايا دغه غوښتنې حقوقي مشروع غوښتنې دي؟ ليبرال پوهانو ځواب راکړي! د بين الدول حقوقو تر کومې قاعدې لاندې دغه غوښتنې له يوه خپلواک دولت نه جايزې دي؟

دوهم: د ښځو او بشري حقوقو نه د دوی يادونه اصلاً د شرم وړ ده، له زرو نه زيات مثالونه شته چې ناټو امريکا افغانستان کې د بشر او ښځو حقوق نقض کړي. فقط يوه کتنه هغو بمباريو ته چې دوی د غلط راپورونو پر بنياد کړی دی کافي ده چې د دوی ګريوان تر ابده د افغانانو په لاس څيري شي. نه چا بښنه وغوښتله او نه هم چا غرامت ورکړ او نه هم د جنګي جرمونو مجرمين هاګ محکمې ته چا پريښول چې محکمه شي.

په دغه شلو کلونو کې د ناټو امريکې تر اشغال لاندې د دوی د پوځ په شتون کې دومره پوزې، غوږونه او سرونه له ميرمنو پرې شول چې شمير يې نه شي کېدلی دوی دې لومړی د دغو ميرمنو حقوق ورکړې بيا دې له امارت سره د افغانستان د ښځو په باره کې خبرې کوي. بيا هماغه پوښتنه کوم چې دغه غوښتنه د کومې حقوقي قاعدې له مخې د رسميت پيژندنې د شرط په توګه له اسلامي امارت نه کېږي. دغه نه په ديژور کې شته او نه په دوفکتو کې!

وروستی:
ما بيا ځلي دا مثال راوړی دی چې افغانستان پس له ۴۴ کالو د اسلامي امارت د مشرانو په همت دا فيصله وکړله چې پس له دې به نا پېيلې غير منسلک مثبت بېغرضه سياست لکه د سويس هيواد په څير پر مخ بيايي. يعنې له هيڅ ليوه سره به ښکار ته نه ځي. په نظامي پيمانونو کې به نه شامليږي او په غير عادلانه منطقوي او جهاني جګړو او جنجالونو کې به خير خواهانه اسلامي مقسط موقف نيسي او ځان به له څا سره طرف نه ګرځوي مګر دا چې د قران په رڼا کې د حنفي فقهي له دستور سره سم کوم حالت مخې ته راشي.
په هغه صورت کې به هم د امت اجماع شرط وي!

د نړيوالو دغه غوښتنه چې طالبان دې د ترور په مقابل کې خپلې ژمنې اجراء کړي سړي ته خندا راولي!
اسلامي امارت همدا اوس عيناً مخامخ له داعش سره په مبارزه کې خپل ګلالي ځوانان قرباني کړل او امريکا لکه مجنون لګيا ده او د ژمنو د اجراء مطالبه کوي. فقط احمق په دې حقيقت نه پوهيږي چې اسلامي امارت امريکا او نړۍ ته ژمنه نه ده چې د ظلم، ضلالت او خوارجو په خلاف جهاد وکړي بلکه الله او رسول صلی الله عليه وسلم او قراني احکامو ته ژمنه او هوډمنه ده، اسلامي امارت دغه چاره د الله د رضا په خاطر پر مخ بيايي نه د بايډن او سعودي د باچا او د اردګان او پوتين او شي جين پې د خوشالۍ لپاره!

خو!
دغه دنده امارت په خپل مټ او حکمت پرته له همغږۍ او پرته له دې چې د چا نه مرسته تر لاسه کړي او پرته له دې چې د چا په امر او نهي يې اجراء کړي. فقط د شرعې په رڼايي او اسلامي عدل په چوکات کې. يعنې لکه ځينې نور هيوادونه چې د امريکايي مرستو په بدل کې د امريکې د پوځي محکمې په حکم معين اشخاص يا په ډرون او يا بم له مينځه يوسي دغه کار ته حاضر نه دي. طالبانو که دا تړون له امريکې سره شل کاله مخ کې کړي وای سلګونو زره سرونه به چې د الهي عدل لپاره قربان شول ژوندي پاتې وای. اسلامي امارت اصلاً اصلا او فطرتا مشروطې مرستې نه اخلي او هغه حرام ګڼي. ايا د امريکې دا غوښتنه ده چې طالبان دې د دوی د مرستو او په رسميت پيژندنې په بدل کې د دوی اوږد لاس شي او د دوی لپاره دې د اربکيانو او کمپاين او قراردادي حرفوي جنګياليو دنده پر مخ بوځي؟ ايا دا کېدلای شي چې طالبان دې د غني د ګوډاګۍ ادارې ځای ناستی شي. يعنې امريکايان په کوم خوب کې دي، دوی داسې انګېرلې چې امريکايي سياست به په سيمه کې نه بدليږي او چالان دې وي فقط د غني پر ځای به طالب مشر په ارګ کې کښيني او هماغه پخوانی سياست به د طالب په لاس او مټ اجراء کېږي، بيا هم ښه خوب دی خو تعبير يې باطل خيږي.

بيا دريم ځل دا سوال کوم چې د کومو بين المللي او بين الدول حقوقو پر معيار د افغانستان اسلامي امارت د تهديد په زور دې ته مجبورول کېږي چې د امريکې د سي ايي ای او پوځ د محکمې په امر دې محکوم اشخاص وځپي او دا کار بايد طالبان د ثبوت لپاره تر سره کړي تر څو امريکايي سپارښتنه او فرمايش په ځای شي او فقط پس له دې به بيا امارت په رسميت پيژندل کېږي او شايد کنګل شوې پيسې هم ازادې شي.

عجه دنيا ده تر پرونه يې هيواد وال په خپل هيواد کې بنديان او مرييان کړي وو نن يې د همدغو خلکو شتمني بندي کړې او دغه محترم پرو فيسوران لګيا دي امارت ته نصيحتونه کوي چې ومنئ خو د امريکې غوښتني ومنئ.

بلې د امريکې د غوښتنو منل د غني په پل پښه ايښودل دي او بس،  بله دا چې تيرو لسيزو کې امريکې داسې ناوړه سياست غوره کړي چې له هر چا سره يي چې تړون کړي خپلو ژمنو ته هوډمنه او ژمنه پاتې شوې نه ده او خپل عهد يې مات کړی. هم په نظامي، هم په تجارتي، هم په مالي او هم په سياسي برخه کې. نن سبا پس له دې چې د دوحې تړون ځينې برخې نقض شوي او هم هغه ژمنې چې د افغانستان عراق کردستان سوريې له خلکو سره يې کړې وي يو جانبه ماتې شولې دنيا کې به هيڅکله هيڅ څوک دا جرات ونه کړي چې له امريکې سره خصوصا په نظامي برخه کې همکاري وکړي. امريکا د ليوه خاصيت لري که ښکارته ورسره مل شي نو که ښکار ونه موندل شي پر تا حمله کوي او تا خوري.

د يادونې وړ ده چې نور ستر ځواکمن هيوادونه هم همدغسې کړنې کله کله کوي خو په امريکې کې دا خصلت دايمي دی.
محترمو پوهانو د امريکې غوښتنې د بين الدول د حقوقو د قواعدو سره هيڅ اړخ نه لګوي بلکه دغه کړنې فقط انتقامي غير انساني او حتی جرمي غوښتنې دي. لطفاً د امريکې لپار ه بيا د نفوذ او لاسوهنې افزار او سوړې او وسايل مه برابروئ او د غربي نړۍ کړنو ته مشروعيت مه ورکوئ. هغه هيواد چې دا شل کاله اشغال شوی و او د وتلو په شيبه کې اشغالګرو عام المنفعه بنيادونه او شتمني په بمونو والوځولې او هوايي ميدان يې ړنګ کړ ايا بايد له همدغسې چلند سره مخامخ شي. نيم يې په بمونه وران کړ نيم بل يې اوس په اقتصادي ناورين ويجاړول غواړي.

پرته له انتقام نه بل کوم تعبير له دي نه شي کېدلي.

د الله ومنئ!

ديموکراسۍ ته ژمنتيا هيواد تباه کړ هيواد او ولس ته هوډ من شي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

سړبن صاحب ستاسو لیکنې حتما لولم، زده کړه ترې کوم او د مزید توفیق دعاء درته کوم. په ورته وخت کې غواړم ستاسو پر لیکنو تکمیلی نیوکې هم ولرم، ځکه نه زه پوره یم نه تاسو،، یوه پوښتنه: اسلامی امارت د څه لپاره هغه نړیوال منشورات او قراردادونو ته چې له شریعت او زمونږ له ملی منافعو سره ټکر نلري مني او د تعهد تجدید یې کوي؟ دا زمونږ احتیاج دی که د نړی؟ نه پوهېژم چې تاسو به په کلي (مهاجرت نه یادوم) وخت تېر کړی وي کنه،، هلته چې ماعون (خره، غوایی، سپاره، څپر، پارو، شاخۍ، چارۍ، بېل،… نور لوستل »

تره کې

محترم عبدالغفار سربڼ په ښه انداز سیاسې او اکادمیک مسائل د دینې تعالیمو له زاویي څخه ارزونه کوې. خو کله کله خپل احساسات کنترولولې نشې. اسلامې جذباتو ته دومره هوا ورکوې چي مخاطب ته یي دا خیال راپیدا کیږې چي د داعش له کومه انتحارې کس سره مخ دې. ښاغلې سربڼ د د ینې مدارسو د فارغانو نه پرته په تولو مکتبیانو باندي د تکفیر تاپه لګوې او مباه الدم یي بولې. دې دېته پام نه اړوې چي : – د مکتب او مدرسه تر منځ واتڼ زیاتول په اوسنيو شرایطو کي چي اسلامې امارت د نړې له تعزیراتو سره مخ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x