روغتیا

ټوخی ولې د شپې ډيریږي؟ ددې ځورونکي حالت څخه د خلاصون څلور ساده لارې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۰ل): ټوخی یوه نه یوه ورځ انسان ته پېښیږي، خو ځینې وختونه د ورځې په پرتله د شپې زیاته او ځورونکي وي، د ساه بندي ناروغانو کې ډیر وي او په شتون یې ناروغ ته د شپې خوب خورا ستونزمن کیږي.

خو تاسې ولې د شپې ډير ټوخیږئ؟

ټوخی که د ورځې یا شپې وي یوه دنده ترسره کوي، چې د غږ بکس او سږو څخه د بلغم او نورو څیزونو لرې کېدل دي. خو چې کله تاسې ناروغ یاست د شپې له خوا د ټوخي لامل د پوزې پورته والي له کبله کیږي چې په دې کې شته سوایل ښکته خواته ځي.

د پوزې شاته موجود سوایل هغه افرازونو ته ویل کیږي چې د پوزې له لارې د وتلو پرځای د ستوني وروستۍ حصې ته ځي. دغه حالت عموما د زکام، حساسیت او انفلونزا څخه رامنځته کیږي.

د خوب پوهان وایي چې سیده مستقیم څملاستل ممکن د پوزې شا برخې ته د سوایلو د تلو لامل شي، چې د شپې له لوري د ناوړه ټوخي لامل کیږي.

عموما ټوخی زیات نه زیات په ۳ یا ۴ اونیو کې ورکیږي، خو له دې څخه د بیړني خلاصون یوه لاره زیات خوب یا ارام کول دي. که چیرې ټوخی د سګریټو یا حساسیت په پرتله د یخنۍ زکام له کبله وي، نو په ښه کېدو کې ارام کول مرسته کولی شي.

ځکه چې خوب د بدن معافیت سره مستقیمه اړیکه لري، دغه راز خوب شفا پياوړې کوي او معافیت ته وده ورکوي، نو د ټوخي له منځه تلو لپاره خوب هم یو اساسي جز دی.

څه کول په کار دي چې د شپې لخوا د ټوخي مخه ونیول شي؟

د خوب پوهان د ارام کولو سربېره څلور نورې لارې ښيي چې د ټوخي څخه د خلاصون او په ښه خوب کې مرسته کوي:

شات

شات د هغو تنفسي التهاباتو په مخنیوي کې مرسته کوي چې د یخنۍ له کبله رامنځته شوي او د ټوخي لامل شوې وي. دغه راز شات د ویروسونو او باکتریاو ضد دي، چې کولی شي د شپې لخوا د ټوخي شدت کم کړي.

همدا لامل دی چې شات د خوب څخه وړاندې د ټوخي له منځه تلو لپاره د ټوخي درمل پرځای ښه څښاک ګڼل کیږي، ځکه چې د ټوخي درمل ممکن په عین حال کې د ټوخي مخنیوی وکړي خو په عموم کې د ناروغۍ شدت نور هم زیاتوي.

همدا راز درمل د هغو سوایلو چې باید د ټوخي پرمهال بهر شي د وتلو مخه نیسي، او دا د جانبي عوارضو لامل کیږي، لکه بې خوبي، سر دردي، پرکالتوب او زړه بدوالی.

ګرم څښاک

ګرم شوي مایعات لکه چای، د چرګ سوپ او داسې نور، کولی شي د پوزې بندېدل کم او ساه اخیستل اسانه کړي. په دې تړاو په ۲۰۰۸م کال کې ترسره شوې څیړنه وایي، ګرم څښاک چې د خونې د تودوخې په اندازه وي ټوخېدل، پوزې بهېدل او پرنجېدل ښه کوي، خو جوش شوي مایعات تاسې ته د یخنۍ او ستړیا کمېدو احساس درکوي، او د ستوني التهاب اراموي.

د همدې لپاره که تاسې د خوب پرمهال له ټوخي اندېښمن یاست، پکار دي چې د شپې له خوا ګرم چای یا ګرم سوپ وخورئ، دا کولی شي تاسو ته ښه احساس درکړي او خوب مو ارامه کړي.

سر او ستونی مو پورته کیږدئ

په هغه حالت کې چې تاسې سیده مستقیم پراته یئ د پوزې شاته موجود سوایل مو د ثقل له امله زیاتیږي، نو د ټوخي څخه ارامتیا لپاره د سر لاندې بالښت یا بله تکیه کیښودل چې سر او ستونی مو پورته شي، مرسته کولی شي.

رطوبت

ځینې څیړنې ښيي که چیرې ستاسې خونې له رطوبته خالي وي، نو د رطوبت لوړه کچه ممکن د پوزې لارې په پاکولو کې مرسته وکړي. ددې لپاره د رطوبت آلو په کارولو سره مو د اوسېدو خونې لندې کړئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx