افغانستان

افغانستان او ترکیې په دیپلوماتیکو اړیکو، بشري مرستو، مهاجرت او افغانستان ته د پروازونو په پیلولو خبرې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان  او ترکیې لوړ رتبه پلاویو د افغانستان-ترکیې په ديپلوماتیکو اړیکو، بشري مرستو، مهاجرت، افغانستان ته د پروازونو د بیا پیلولو او کابل هوايي ډګر باندې انقره کې خبرې کړي دي.

د افغانستان یو لوړ رتبه پلاوی تېره ورځ د ترکيې د حکومت په رسمي بلنه انقرې ته تللی دی.

د ترکيې اناضول اژانس وايي چې ترکيې په دغه دوه اړخیزه ناسته کې یو ځل بیا په ټولشموله حکومت جوړیدو ټينګار کړی دی او دا یې د افغانستان د اتحاد لپاره اړین ګڼلی دی.

اناضول اژانس د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوس اغلو له خولې لیکلي چې دوی افغان حکومت ته یو ځل بیا په حکومت کې د طالبانو ور اخوا د نورو ټولو قومونو او مذهبي ګروپونو د شاملولو په اهمیت خبرې وکړې.

هغه وویل چې دوی له افغان پلاوي سره ترکیې ته د مهاجرینو د ورتګ په مخنیوي  هم خبرې وکړې او افغان حکومت ورسره ژمنه وکړه چې ټول هغه مهاجرین چې بېرته افغانستان ته ستنیږي دوی به یې پوره مرسته وکړي.

اوغلو وویل چې دوی د افغان حکومت له استازو سره په خبرو کې په مزارشریف او هرات کې د ترکیې د قونسلګریو د بیا پرانیستلو هیله هم څرګنده کړه.

ترکيې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دوی یو ځل بیا افغان حکومت پلاوي ته د هوايي ډګرونو د فعالولو او عملیاتي کارونو مخته وړلو په اړه د ترکیې توقعات څرګند کړل. د اوغلو په وینا دغه امنیتي مسایل د منظم الوتنو د پیل لپاره نه یواځې د دوی توقعات دي بلکې د ټول نړیوال ملکي هوای چلند ټولنې توقعات هم همدا دي.

بل لوري ته د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبالقهار بلخي ویلي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ لوړ پوړي هیئت سره په کتنه کې د دواړو هیوادو په دیپلوماتیکو اړیکو، بشري مرستو، مهاجرت او افغانستان ته د ترکیې د هوایي شرکتونو د مسافر وړونکو طیارو د پروازونو په پیل او نورو د علاقې وړ موضوعاتو خبري وشوې.

هغه زیاته کړې چې په دغه کتنه کې پریکړه وشوه چي په کابل او انقره کې به دا ډول ناستې دوام پیدا کړي.

په افغانستان کې د اګست د ۱۵مې تر تحول   وروسته  دا لومړی ځل  دی چې د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ لوړ پوړي افغان پلاوي ترکیې ته سفر کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

که مغرضو ملکونو د ټول شموله حکومت مقصد د اشغالګرو د لاسپوڅو بيرته په حکومت کې شاملول وي نو دا به افغانستان او افغان مظلوم ولس سره ستر او نه جبرانيدونکى خيانت وي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x