نظــر

همدا یې وخت دی

پوهاند محمد بشیر دودیال

درې ورځې وړاندې مې د محترم استاد عبدالجبار وحدت په قلم یوه مقاله په نن.آسیا کی خپره ولوسته. د دغې مقالې محتوا ډیره عالي او له زړه سوي ډکه وه. ډیره به غوره وي چې په دې رابطه دغه معلومات هم اضافه شي:

غنم زموږ د خلکو یوه مهمه خوراکي ماده ده، له بده مرغه تیر کال د غنمو حاصلات د وچکالۍ او جګړوله امله ډېر کم وو، نو ځکه یې اوس ډېره قیمتي ده. د غلو- دانو؛ په مجموع کې د کرنیزو محصولاتو کمښت په ټوله نړۍ کې احساس کیږي. په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان ټولو دولتونو ته خبر داری ورکړی دی چې د خپلو اتباعو د معیشت لپاره باید د کرنیزو محصولاتو ودې او غذايي مصئونیت/خوندیتوب)Food security(ته لومړیتوب ورکړي.

غذایی مصئونیت یواځې خلکو ته د خوراک رسیدل نه دي، بلکې ورسره د غذا کیفیت هم مهم دی. دغه اصطلاح په ١٩٤٤ م کال کې دFAOپه يوه غونډه کې هغه حالت ته تعريف شوه، چې هلته د خلکو لپاره دومره کافي اندازه خوراکي توکي وي چې دوى نه يوازې دا چې وږي پاتې نشي، بلکې د کيفيت له پلوه او د مربوطه ټولنې د اجتماعي او کلتوري لحاظه هم مناسبه وي او خلک له رواني پلوه د خوراکي توکو له کمښت ويره ونه لري. دغه غذايي توکي بايد د انرژۍ، منرالونو، ويټامينونو او نشايستې له پلوه د بدن د ماشين د چلولو توان ولري.

يعنې غذايي مصؤنيت يوازې د قطحې نشتوالى نه، بلکې يو څلور بُعدي حالت دى، چې غذا بايد له دغو څلورو بُعدونو خلکو ته مناسبه وي، چې هغه يې د کافي والي، مغذي والي، اجتماعي والي او له رواني پلوه د ډاډه والي بُعدونه دي. له نېکه مرغه افغانستان کولای شي له دې پلوه خپل وګړي تأمین کړي.

په پرمختیایي هیوادو کې یو وګړي ته په یوه ورځ کې په مشکل سره ۱۵۰۰ کالوري (یعنې د پرمختللو هیوادو په پرتله نیمایي)مهیا وي، دا په داسې حال کې چې دوی ته مهیا پروتین هم زیاتره حیواني نه، بلکې نباتي وي.

د مکفي غذا شپږ اجزاء دا دي: کاربوهایدریت، غوړ(شحم)، پروتین، ویټامینونه. اوبه او منرالونه.

بالعموم ژوندي موجودات ۲۰ ډوله امینو اسیدونو او ۳۰ ډوله نورو غذايي عناصرو ته اړتیا لري. دغه ترکیب هغه وخت چمتو کیدای شي چې انسان ته هر ډول غذا لکه سابه، غوښه، میوه، نشایسته یي غذایي مواد لکه وچه ډوډۍ، وریژې، کچالو او مغزباب(جلغوزی، غوزان، بادام…) او لبنیات مهیا وي، خو غنم پکې تر ټولو مهم دي.

د افغانستان دخلکو د دسترخوان کلچر کې غلې- دانې ډیرې دي، لکه غنم، وريژې او جوار. ـ غله جات او حبوبات د کاربوهایدرېت غني سرچینې دي چې ۹۰- تر ۹۹٪ کاربوهایدرېت او پاتې غوړ او پروتین دي. دا د افغاني غذا ډیره برخه ده، خو دوی سابه او ترکاري لږ استعمالوي، البته هغو ته اړتیا د غلې په پرتله کمه ده یعنې کفایت کوي له۳۰-۶۰٪ پروتین او پاتې غوړي او کاربوهایدرېت له سبو څخه تامین شي، خو سابه منرالونه او ویتامیونونه لري. لبنیات او مېوې له ۵۰٪ زیات پروتین او کاربوهایدرېت لري. غوښه د۶۰-۸۵٪ شاوخوا پروتین او پاتې غوړي او کاربوهایدرېت لري، البته تر سرې غوښې (لکه غویي، پسه،سنډا او اوښ) سپینه غوښه (کب او چرګ) ډیر ګټور دی. هغه څه چې افغانانو ته لږ مهیا دي او توجه ورته نه کوي هغه میوې دي لکه خټکي، انار، مڼې، انګور او نور چې پوره ویټامینونه لري. همدارنګه د مېوو زړي لکه بادام، پسته، چارمغز، ممپلي او نور ضروري منرالونه لري. افغانستان د ممپلي د ارزانه تولید ښه امکان لري، چې پخوا به خوږیاڼو او نورو سیمو کې ډیر تولیدېدل، چې دا د پروتین د کمبوت پوره کولو لپاره او د مغذي خوراک جز دی.

لوبیا او نخود به مرکزي ولایاتو(لکه بامیان) کې تولیدیدل. لوبیا او نخود لکه د غوښې په شان د پروتین د پوره کولو او خوړو د غني کولو بډایه سرچینه ده چې تر ۳۵٪ پورې پروتین لري. په افغانستان کې د طبیب له مشورې پرته، کاربوهایدرېت لرونکي خواړه زیات کارول کیږي، خو حیواني غوړ، لبنیات او نور پروتین لرونکي خواړه کم کاروي، نو ځکه مو هیوادوال زیاتره وخت د پروتین، ويټامینونو او منرالونو له کمبود سره مخامخ کېږي.

د افغانستان خوراکي کلچر(د دسترخوان عنعنې) او عاداتو ته په کتو سره، غنم یو مهم غذایي توکی دی. د واویلوف د څیړنو له مخې د غنمو اصلي منشا د اوسني افغانستان له ځمکو څخه ده او بېلابېل جنسونه او ورایټي یې پیژنو. له نېکه مرغه افغانستان د کافي ځمکو او اوبو لرونکی هیواد هم دی چې ډیر آسانهproductionper capita food(د سړي سر غذايي توليدات) پکې اوچتیدای شي. دلته د غنمو سړي سر تولید)(Per capita product هغه منځنۍ اندازه غنم(غذايي توليد)بولو چې يو تن ته رسېږي. دا د پرمختيايي هېوادو لپاره يو مهم شاخص دى.

له بلې خوا ګورو چې موږ کوچنۍ ځمکوال لرو، لوی فارمونه نشته. بزګران مو کوچنۍ کروندې لري او دغه ډول کروندګر په محدوده اندازه توليد لري، د دوى لپاره د ترويجي خدماتو رسول او په سيمه کې د کرنيزو کوپراتيفونو(چې عربي ملکونو، ایران او نورو اسلامی هیوادو کې ورته تعاونی وایی) جوړول، د دوى په ژوند او توليداتو کې د ښه والي لپاره اړين ګامونه دي. دا هغه وخت امکان لري چې لکه د پخوا په شان د کال دوه کمپاینونه ولرو: یو د مني د کښت کمپاین(کمپاین کشت خزانې) او بل د پسرلي. د مني د کښت د کمپاین همدا وخت دی. موږ غنم د عقرب(لړم) له نیمایي د لیندۍ تر نیمایي کرو. دغه کمپاین ته د تلې میاشت کې پلان جوړیږی. نو کمپاین څه شی دی؟

کرنیز کمپاین یو مهم ترویجي فعالیت دی، موخه ورڅخه د کرنیز فعالیت، د کښت او کار پر مهال هغه منډې ترړې او پرلپسې پروګرامونه دي چې د یوه ځانګړي هدف په خاطر ټول بشري او مادي امکانات او وسایل سمبال او کار ورڅخه اخیستل کیږي. په دې کې راډیو، تلویزیون، بروشرونه، د ترویج کلیوالي مامورین او ساحوي دفترونه ټول یو ځایي کار پیل کوي او پایله یې کرونده کې تر سترګو کیږي.
هغه وخت چې موږ په افغانستان کې آرامی او یو کلک نظام درلود، په کال کې مو دوه ځله کرنیز کمپاین درلود، د مني د کښت کمپاین کې به ډیره پاملرنه د غنمو کښت ته وه چې ډیره غوره پایله یې لرله. د دې کمپاین په پایله کې به بزګرانو انګیزه او لازمه ښوونه ترلاسه او للمي او آبي کښت به یې پیل کړ. هغه وخت مو د غیر شرعي او مضره بوټو(کوکنارو) مشکل نه درلود، ټول کښت مو مفیده نباتات وو. د کرنې د وزارت د تبلیغ، تروتج، آموزش او توسيعي ریاست به د خپلو غونډو او سیمنارونو په تالار(د کرنې د وزارت د اوسنۍ ادارې ریاست څخه لږ پورته) کې د کابل ولایت د ولسوالیو د بزګرانو، د تبلیغ- ترویج او توسيعې د ریاست د کارکوونکو، د راډیو تلویزیون د کرنې( کلي- کور او کرونده) برنامې مسئولینو، د FAO څو تنو میلمنو، د کرنې د پوهنځي استادانو او نورو رابلل شویو میلمنو ګډون درلود. په ټول هیواد کې به د غنمو کښت پیل شو. دې پسې به ولایاتو کې کمپاین شروع شو. دا وخت به د سمستر نیمایي وه او موږ به کوښښ کاوه چې شاګردانو ته په همدې اړه کورنۍ دندې، صنفي بحثونه او له خپلو کلیو په دې اړه راپور دندې وسپارو.

په وروسیتو کلونو کې ( Darulaman-14) ورايټي ډیره مشهوره شوه چې د کرنې وزارت وروسته تر څو متوازنو تجربوي تکرارونو او ترتمنتونو ترلاسه کړې وه او له(maxipak) Triticumaestivum L.او( Larmarho) سره یې سیالي کوله. دغه ورایټي د کابل او د هیواد د مرکزي سیمو اقلیم سره ښه توافق درلود. د لوړ حاصل غنمو علمي تجربې هلمند او ننګرهار کې ترسره شوې. د هغه وخت دولت پلان درلود چې افغانستان د غنمو له پلوه خودکفا شي. دا آرمان بالکل د تحقق وړ و. ان شاالله اوس هم د تحقق وړ دی. وروسته بیا سویډن کمیټې هم تر۱۹۸۹م. څه ناڅه دې برخو کې کار وکړ.

عرض دا دی چې غنم زموږ مهم غذایی توکی دی. اوس چې امنیتي او د جګړې ستونزې هم نشته او راتلونکې کې د قحط او غذایي عدم مصئونیت ګواښ سره هم مخامخ یاستو، نو همدا یې وخت دی. سږ کال باید (یوه لویشت زمکه بې کښته نه پریږدو!) تر عنوان او سلوګان لاندې، دا کمپاین پیل او پلی کړو.

موږ شکرالحمدلله له جاپان، څخه زیاته د کښت وړ ځمکه او تر ایران او کویټ زیاتې خوږې اوبه او سیندونه لرو، د اسرائیلو په مقایسه د غنمو د تولید زیات امکانات لرو، له هانګ ګانګ نه هم ښه یو، تر اردن څخه ډیر مهم ستراتژیک موقعیت، له طبیعي مزایاوو خالي سینګاپور څخه بډای طبیعت، د سعودی په پرتله سمسور او د طراوت لرونکی چاپیریال، د سړې کاناډا او سایبریا په مقایسه ډېر مساعد اقلیم. … لنډه دا چې د ډیرو هیوادو او سیمو په پرتله عالي امکانات لرو، نو بیا ولې وږي یو؟
مهمه دا ده چې چوکاټونه جوړ کړو.د چوکاټ جوړلو او ځانته د ډوډۍ برابرولو لپاره یو اقدام کرنیز کمپاین دی. خامخا به غنم کرو، چیرې چې اوبه نه لرو، هلته یې للمي کرو.

للمي کرنه هغه ځمکې چې د اوبو ثابته منبع ( وياله، سيند، چينه، کاريز) ونه لري، د باران په تمه کرل کېږي. يو شمېر آسيايي او افريقايي پرمختيايي هېوادونو کې بې اوبو ځمکې د للمې په بڼه کرل کېږي. يو شمېر نورو هېوادو کې له ډېرو لرې ځايونو اوبه ورته راوړل کېږي او ځينې وخت د اورښت پرمهال اوبه زيرمه کېږي او د اوړي په ورځو کې ورڅخه کار اخلي. لنډه دا چې په ټولو موسمونو کې د اوبو له ثابتې منبع پرته کرنه للمي بلل کېږي. افغانستان د کافي اندازه سيندونو او د اوبو د ميلياردونو مکعب مترو په جريان سره آبي کرنې لري، خو ځینو ځایو کې للمې کرنې ته اړ دي. غنم د جنت هغه ښکلې میوه ده چې للمي ډول باندې هم حاصل ورکوي.

اوس چې اسلامي امارت چارې تر لاسه کړي، نو دوی کولای شي د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې دې مهم اقدام باندې لاس پورې کړي. د اسلام سپیڅلی دین یو جامع دین دی، چې د ژوند د ټولو چارو سمبالوونکي او د انساني فطري اړتیاوو ځواب ویوونکی دی. په دغه دین کې ټول دنیوي او اخروي مسایل روښانه او په اړه یې بشریت ته لارښوونې شوې دي. الله پاک عز وجل فرمایلي دي چې ای زما بنده ګانو! غرونه، وریځې، اوبه، دښتې او چمنونه ټول ستاسې د استفادې لپاره دي چې ورباندې کار وکړئ او حلال رزق ترلاسه کړئ.

کښت او په باغونو کې کار او فلاحت یوه ډیره آبرومنده پیشه ده چې ډیرو پیغمبرانو؛ له حضرت یوسف (ع) نیولې بیا زموږ تر خوږ نبي(ص) پورې په کښت، دهقانۍ، چوپانۍ او کار کولو باندې تاکید کړی او آن په دی چارو کې دوی خپله هم بوخت پاتې شوی و.

الله پاک فرمایی: هو أنشأكم من الأرض و استعمركم فيها…
یعنې: خدای پاک تاسې له خاورې پیدا کړي یاست نو د هغې په آبادولو مامور یاست.

په تفسير کې یې راغلي چې تاسو ته امر شوی چې پر ځمکه کور آباد کړی، کښت وکړئ، ونې کېنوئ نو همدا آبادي ده. په یو قوی حدیث کې راځي: قال النّبيّ (ص): ما من مسلم يغرس غرساً و يزرع زرعاً، فيأكل منه انسان أو طير أو بهيمة، الّا كانت له به صدقة.

یعنې: هر هغه مسلمان چې کښت کوي او بیا انسان يا پرنده يا چرنده‌ د ده له کښت خوراک وکړي، نو ده ته صدقه‌ محسوب شوه. بل ځای فرمایي: من غرس غرساً فأثمر، أعطاه الله من الأجر قدر ما يخرج من الثّمر.
دی برخه کې علی کرم الله وجه ویلی و:
مَنْ وَجَدَ مَاءً وَ تُرَاباً ثُمَّ افْتَقَرَ فَأَبْعَدَهُ اللَّهُ. یعنې: هغه خلک چې هم اوبه او هم خاوره لري او بیا هم وږی وي، د خدای له رحمته بې برخې کیږي، فقر ته په اسلام کې ښه نه کتل کیږي، بلکې توانمند لاس تر ناتوانه څخه ستایل شوی دی؛ له همدې امله مالداران، چوپانان او دهقانان د پاملرنې وړ دي. د کرنې توسعه باندې تاکید شوی او د (فلاحت) معنا لرونکې کلمه ورته کارول شوې ده. د انسان ژوند او روغتیا ته توجه د نورو ادیانو په پرتله د اسلام برتري ښيي. زموږ د مذهبي رهبرانو له حکمته څخه ډکو لارښوونو ښیګڼه همدا ده چې موږ ته یې د فلاحت لار ښودلې ده، خو په دې شرط چې موږ ورباندې عمل وکړو. الله پاک ځمکه، خاوره او اوبه موږ ته مسخّر کړي او د هغې د آبادۍ امر یې کړی او باید ځمکه د خپلې ګټې لپاره آباده کړو.

د الله پاک ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) څخه پوښتنه وشوه: کوم مال بهتر دی؟
ویې فرمایل: هغه زراعت چې خاوند یې کرلی وي، اصلاح او پالنه یې کړې وي او درمند کولو په ورځ یې د هغه حق یعنې (زکات)ورکړي.

بیا پوښتنه وشوه: وروسته تر کښت او زراعت بل کوم مال بهتر دی؟
ویې فرمایل: هغه څوک چې پسونه پیایي او رمې ورشوګانو ته بیایي او هلته لمونځ کوي او بیا د خپلې رمې زکات ورکوي.

بیا ورڅخه پوښتنه وشوه: له پسونو روزنې وروسته بل کوم څاروي روزنه غوره ده؟
ویې فرمایل: غواوې روزنه چې سهار او ماښام شیدی کوي.

بله پوښتنه وشوه: د غواګانو تر روزنې وروسته بل کوم کار غوره دی؟
ویې فرمایل: د کجورو یا خرما ونې روزنه چې ریښې یې په خارو کې دي او په ډیره وچکالۍ کې هم حاصلات ورکوي. د خرما ونه یو ښه نعمت دی، که کجورې وپلورل شي غوره ګټه کوي او چې ونې زړې شي، نو نورې ونې به کینوي.

کښت او بڼوالي زموږ د خود كفايۍ لپاره او د کفارو څخه د استغنا په خاطر ضرور ده. مالداري او زراعت، نه یواځې د اقتصادي استقلال ضامن دی بلکې د سیاسي استقلال ضمانت هم کوي او صحت او توانایي مو هم ورپورې مربوط ده.

په همدې خاطر د کلیوالو خلکو ژوند، غرور او روغتیا تر ښاري خلکو ښه ده. هغوی د زړه تسکین لري، خو ښاریان تل پریشان او وارخطا وي. کلیوال تل خپلو څاریو او بڼونو ته خوښ او روحاً راضي وي. اوس ثابته شوه چې کښت او زراعت زموږ د فلاحت یوه دنیایي وسیله و عالم اسباب کې یوه ذریعه ده چې ژوند مو ورباندې جوړیږی او د آخرت توښه برابرولای شو. نو همدا یې وخت دی چې د غنمو د کښت کمپاین پیل کړو.

دکرنې د وزارت او FAOتوجه دې ټکي ته جلبوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx