افغانستان

امریکا د ګوانتنامو زندان څخه د اسدالله هارون د خلاصون منظوري ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ تله، ۱۴۰۰ل): د امریکا حکومت د ګوانتنامو زندان څخه د دوه نورو بندیانو د خلاصون منظوري ورکړې چې له منځه یې یو هم افغان تبعه اسدالله هارون دی.

فرانس پریس خبري اژانس د راپور پر اساس د ګوانتنامو  دوراني بیاکتنې بورد ویلي چې د دغه دوه بندیانو  د خوشې کیدو منظوري د اکتوبر پر اومه وګټله.

اسدالله هارون چې ۴۰ کلن دی د ۲۰۰۷ راهیسې په ګوانتنامو کې د «خطرناکو ترهګرو» په تور بندي دی.

د ګوانتنامو د دوراني بیاکتنې بورد تېر کال د هغه د خلاصون سره مخالفت کړی و خو د نوي دستور پر اساس اسدالله هارون نور په «افراطي سازمانونو کې د رهبرۍ نقش» نه لري او په تېرو کړنو يې پښیماني څرګنده کړې ده.

دغه دوه بندیان به له ګوانتنامو خلاصيږي او یو بل هیواد ته به ورکول کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به له ځينو هیوادونو سره مذاکرات وکړي څو د هغوی تر نظارت لاندې وساتل شي.

اسدالله هارون په اړه داسې احتمال شته دی چې افغان حکومت ته به وسپارل شي.

اسد الله هارون د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی دی. هغه د ۲۰۰۷ز کال د ننګرهار کانال په ۱۱مه ویاله کې ونیول شو او باګرام ته انتقال شو.

د هارون کورنۍ وايي چې هارون ۴ میاشتې په باګرام کې بندي و او له هغه وروسته ګوانتنامو ته انتقال شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

الله پاک یی د پخیر د خپلی کورنی سره یوځای کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x