افغانستان

کانګریس: افغان ژباړونکو ته دې ویزې ورکړل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۹مه ۱۳۹۳ل): که له یوې خوا د بهرنیو ځواکونو سره افغان ژباړونکي د برتانیې سفارت مخې ته مظاهرې کوي له بلې خوا د امریکا د کانګریس ځينې غړي کوښښ کوي څو هغو افغانانو ته چې د امریکايي ځواکونو سره یې د ژباړونکو په صفت کار کړی دی، امریکا ته د تګ ویزې زیاتې کړي.

د امریکا د مشرانو جرګې غړي جان مکین او نورو د روان کال د جولايي د میاشتې په ۲۰مه په یوې لایحې کې غوښتي چې د روان کال تر پایه دې ۱۰۰۰ ویزې هغه افغانانو ته ورکړل شي چې د امریکايي ځواکونو سره یې د ژباړونکو په توګه کار کړی دی.

دغه لایحه پرون د امریکا د ولسي جرګې څخه منظور شوه او اوس د سنا لپاره د منظورۍ لپاره لېږل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات مرستیالې ویلي چې نوموړې هیله لري چې دغه لایحه ژر تر ژره منظوره شي څو هغه افغانان چې ژوند يې له ګواښ سره مخ دی امریکا ته راشي او ژوند یې خوندي شي.

امریکايي ځواکونو چې د افغانستان څخه په وتو دي، هغه افغان ژباړونکي چې د بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی دی خورا په ویره کې دي.

د افغان ژباړونکو او نورو هغو افغانانو سره چې د امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی دی؛ عام افغانان ترې خورا زیات نفرت کوي.

دغو ژباړونکو د کار پر مهال هم مخونه پټول او له کاره وروسته یې د مظاهرو پر مهال هم مخونه پټ کړي وه.

افغان ژباړونکو څو میاشتې مخکې کابل کې د برتانیا سفارت مخې ته مظاهره وکړه او له برتانیې يې وغوښتل چې دوی ته پنا ورکړي.

دوی د مظاهرې پر مهال مخونه پټ کړي وه او له ځانه سره یې یو شمېر شعارونه لېږدول چې پرې لیکل شوي وه موږ د طالبانو رحم ته مه پریږدئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
علی

افرادی زیادی توسط جاسوسسی و سخن چینی این بی ایمان ها به شهادت رسیده اند و افغان های اصیل اینها را هرگز فراموش نخواهند کرد.

muslem

دا ځکه چې هغوی ته هلته ډیر ضرورت دی نور به خبری تاسی ته پريږدو

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x