ورزش

کندهار کې د غازي امان الله خان جام لیست اې سیالۍ پېل شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ تله، ۱۴۰۰ل): د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو سیالیو پنځم پړاو لومړۍ لوبه نن د جمعې په ورځ په کندهار کرکټ لوبغالي کې پېل شوه، چې مس عینک به د خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

په لومړۍ لوبه کې د بست او مس عینک لوبډلې مخامخ دي، چې مس عینک لوبډلې د لوبې پچه ګټلې او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه کړې ده.

د بست لوبډلې مشري منیر احمد کاکړ او د مس عینک لوبډلې مشري شاهد الله کمال کوي.

د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو لیست اې سیالیو د پېل په تړاو تېره ورځ د شاندارو مراسمو په ترڅ کې په کندهار لوبغالي کې پرانېستغونډه وشوه، چې د ټولو پنځو لوبډلو لوبغاړو په کې ګډون کړی و.

May be an image of 5 people and people standing

په دغه جام کې پنځه لوبډلې ګډون کوي، بست لوبډله، مس عینک لوبډله، امو لوبډله، سپین غر او بند امیر زونونونه دي.

په لیست اې لوبو کې به هره ورځ یوه لوبه کیږي او ټولې به ۱۳ لوبې ترسره شي، چې پایلوبه به یې د اکتوبر په ۲۹مه نېټه د جمعې په ورځ د دوه مخکښ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

باید وویل شي چې د تېر ۲۰۲۰م پړاو د غازي امان الله خان لیست اې سیالیو اتلولي د رحمان الله ګربز په مشرۍ د مس عینک لوبډلې ګټلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx