
افغان حکومت کابل ته د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د سفر هرکلی کړی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ تله، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت د ترکيې د بهرنيو چارو د وزير د هغو څرګندونو هرکلی کړی، چې په لنډ وخت کې به د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران کابل ته سفر وکړي.
د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې کابل ته د اسلامي هېوادونو د بهرنيو هېوادونو د سفيرانو سفر او له افغان چارواکو سره د هغوی ناسته کولای شي، د حکومت او افغان ولس ستونزې له نړيوالو سره شريکې او د حل پر لارو چارو کې يې همکاري وکړي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوېش اوغلو وړمه ورځ د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزير سره يوې ګډې خبري ناستې ته ويلي و، چې د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزیران به په لنډو ورځو کې کابل ته سفر وکړي او هلته به له افغان چارواکو سره په روانو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
د ښاغلي اوغلو په وينا کابل ته د اسلامي هېوادونو د سفر موخه د بشري مرستو لپاره د همکارۍ زمينه برابرول دي او د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې هم په دې اړه خبرې اترې شوې وې.
د افغانستان اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد دا يو ستر ګام بللی او ويلي يې دي، چې افغان چارواکي به د دې پلاوي هرکلی وکړي او د افغانستان شته ستونزو د حل په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.
بل پلو د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیر خان متقي د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ ترکيې ته لاړه او هلته يې د بهرنيو چارو وزير سربېره له يو شمېر ترکي چارواکو سره ناستې پيل کړي دي.
ذبيح الله مجاهد وايي، چې ترکيې ته د امیر خان متقي د سفر يوه اجنډا به هم دا وي، چې کابل ته د اسلامي هېوادونو د سفر په اړه خبرې اترې وشي.
په عين حال کې د قطر حکومت هم له افغانستان سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د قطر د بهرنيو چارو وزیر شيخ محمد بن عبدالرحمن ويلي، د دوی لپاره افغانان او افغانستان لومړيتوب لري او هر څوک، چې په حکومت کې ويو بايد ښه تعامل ورسره وشي او هيڅکله بايد افغانستان يوازې پرې نه ښودل شي.
د طالبانو د اداری لپاره ښه خبر دی.