نړۍ

پوټين: ګڼ شمېر ترهګر له عراق او سوريې افغانستان ته د تلو هڅه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ تله، ۱۴۰۰ل): د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوټين ويلي، په عراق او سوريه کې ماتې خوړونکي د داعش ډلې ترهګر هڅه کوي، چې افغانستان ته لاړ شي او هلته ګډوډي رامنځته کړي.

اې ايف پي خبري اژانس په خپل رپوټ کې ويلي، چې ويلاديمير پوټين د پخواني شوروي اتحاد د حکومتو له امنيتي مسؤولينو سره د ويډيويي کنفرانس پر مهال اندېښنه ښکاره کړې، چې په عراق او سوريه کې د داعش ډلې ماتې خوړونکي ترهګر هڅه کوي، چې افغانستان ته لاړ شي.

د ویلاديمير پوټين په وينا دا شونې ده، چې وسله‌وال ترهګر د افغانستان امنيتي وضعيت د ګډوډولو هڅه وکړي.

نوموړي اندېښنه ښوولې، دا هم شوونې ده، چې ترهګر  د افغانستان له لارې نورو ګاونډيو هېوادونو ته داخل شي او هلته ترهګريز فعاليتونه وکړي.

سره له دې، چې مسکو د افغانستان له روان وضعيته او افغان حکومت څخه ډاډمن دی، خو د روسيې دفاع وزارت ویلي، دوی د مرکزي اسيا هېوادونو په اړه اندېښنه لري؛ ځکه چې هلته د روسي پوځيانو اډې دي.

د روسيې ولسمشر دا اندېښنه په داسې حال کې ښکاره کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت مسؤولينو وخت پر وخت ګاونډيو هېوادونو او نړيوالو ته ډاډ ورکړی، چې دوی به هېچا ته اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف وکاروي.

د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد څو ورځې وړاندې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې د داعش بهرني جګړه‌ماران په افغانستان کې ځایي ملاتړ نه لري او نه هم د دوی د جګړې لپاره کوم شرعي جواز شته او داخلي پلويان به يې هم په دې پوه شي، چې د اسلامي نظام پر ضد جګړه کول کوم جواز نه لري.

ښاغلي مجاهد ډاډ څرګند کړی و، چې دوی پخوا د داعش ريښې ويستلي او که په راتلونکي وخت کې هم څوک د ورانکارۍ او تخريبي کړنو هڅه وکړي، دوی به يې په اسانه مخنیوی وکړی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx