افغانستان

کندهار: په مرکزي امام بارګاه کې چاودنې شاوخوا ۱۰۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ تله، ۱۴۰۰ل):  د کندهار ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د جامع فاطمیه چې په مرکزي امام بارګاه مشهور ده چاودنه شوې.

د کندهار د میرویس روغتون ویاند رسنیو ته ویلي چې تر دې دمه دوی ته ۳۳ مړي او ۷۳ ټپیان ور وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي د اهل تشیع په جومات باندې چاودنې تایید کړی او ویلي يې دي چې ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي تر څو د پېښې نوعیت معلوم کړي.

هغه زیاته کړې چې «فتنه ګرې ډلې غواړي مونږ په خپلو منځو کې سره وران کړي او د مسلمانانو منځ کې نفاق واچوي خو ان شاء الله مونږ یې مخه نیسو، دوی ته ددې هر څه ځواب به ووایو».

د پېښې یو عیني شاهد فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دوی د درې چاودنو غږ اوریدلی دی، لومړۍ چاودنه د جومات په دروازه کې شوې؛ دوهمه د جومات په جنوبي برخه کې او درېیم د اودسونو ځای کې شوې ده.

د یاودنې وړ ده چې تېره اونۍ هم په کندز ښار کې د اهل تشیع په یوه جومات چاودنه وشوه چې شاوخوا ۱۵۰ کسان په کې و وژل شول.

د داعش ډلې د کندز د چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا وژنی به په هر جمعه کی د خلکو ژوند تری اخلی ګرچه طالبان وایی چی مونږ یی مهارولی شو خو فکر نکوم ځکه چی طالبان دومره ډیر ندی چی په ټول ملک کی پداسی یوه خراب اقتصادی حالت کی امنیت تظمین کړی. دا د چړی په زور امنیت به روځ تر بلی مخ په خرابیدو ځی ځکه چی خلک لوژی پسی اخیستی دخلکو حاصلات خراب او خوسا شول پاکستان چی د افغانانو پخوانی دښمن دی اوس یی له پخوا زیاد ظلم شروع کړی هر څه په ټپه ولاړ دی که نن وی که سبا ګډوډی به د طالب پر… نور لوستل »

Pattang

یاره طوطي انډيواله داسې خبرې کوې چې خر ورته خاندي ! لکه چې دپښتو پختو غلو او تاندوالو ته په نن اسیاکې خوشې احمقانه پرو پاګند کوې ! په ایله بې منطقو خبرو لکه کریم غروال، غلام حضرت خوشې پرو پاګنده او ازهان مکروبي کوې ! واقعتونه سر چپه کوې د متعصبو تاجکبازو مفکورې او پرو پاګنده دلته لیکې ! دشلو کالو مرداري غلا ، رشوت ، سرقت او نورې اخلاقي بدې کړنې طالبان ژر نسي پاکولی ! انصاف نلرې ستر ګې نلرې درواغ لیکې لکه پخواني شعلیان او خلقیان خپل سر د بی معنا تمبه کړی وي او لکه… نور لوستل »

خوګياڼي

د جوماتونو ساتنه د ترهګرو څخه باید امنيتي ځواکونه په ګډه د جوماتونو د انتظامیې سره سل متره په اندازه د خلکو تلاشي واخلي مخکې د جومات د داخليدو نه که امکان ولري. د شکمنو کسانو د نیولو لپاره يواځې همدا لاره.

Karwan

خوګياڼي صاحب،
هو تلاشي ډيره سمه خبره ده او ورسره دشپي هم بايد چه د جوماتونو نظارت وشي، ځکه دغه ظالمان کيدي شي دشپي مواد ځا پرځاي کړي او بيا دورځي ورته انفجار ورکوي. امنيتي ځواکونه اوس بايد چه په هره ساحه کي شب او ورخ ډير حساس او فعال حضور ولري! مننه کاروان

ځیرک څارونکی

زما په نظر که دنیاوال او بالخصوص د منطقی هیوادونه له طالبانو سره د متقابل احترام سازش ونکړئ او لکه امریکا او نوره غربی نړی د طالبانو په تخریب پسی ئې را اخیستی وی نو زه فکر نکوم چی د امریکا او غرب دا محسوسه او نامحسوسه استخباراتی لوبی دې چی اوس فعلا د داعش تر نامه لاندی په منطقه کې په افغانستان کې جریان لری او نورو اړخونو ته ئې چی دا لوبی ئې په لاره اچولی څوک متوجه ندی او یا ئې هم د استخباراتی ضعف په وجه په اړه کره معلومات او پوهه نلری دې دومره په… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x