نړۍ

پنیټا وایی دطالبانو تکتیکونه دهغوي کمزورتیا په نښه کوي

(نن ټکی اسیا (نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۲) دامریکي دفاع وزیر لیون پنټا وایی په دی وروستیو کی دطالبانو له لوري دافغانستان حکومت دلوړرتبه چارواکو په نښه کول دطالبانو کمزوري ښکاره کوي.

پنیټا دامریکی دسنا مجلس دوسلوالوځواکونو دټولني وغړوته دوینا پرمهال وویل په افغانستان کي دطالبانو له لوري له اوسني کړنوڅخه داسي ښکاري چي طالبان نورپه افغانستان کی کمزوري شوی دي، نوموړی زیاته کړه چی له تیرکال څخه راپدی خوا طالبانو ډیري نیول شوی سیمی بیرته له لاسه ورکړی دي.

که څه هم په افغانستان کی ورځ له بلی څخه دافغانستان حالات خرابیږي اودروان کال په اوږدو کی طالبانو دافغانستان دپلازمیني کابل ښارپه شمول  ډیربریالي عملیات ترسره کړی دي.

خوبیاهم دامریکای ددفاع وزیر لیون پنیټا وایی چی په افغانستان کی نورطالبان کمزوري شوی دي اوحالات زمونږپه ګټه دي، نوموړی زیاته کړه نړیوال ځواکونه اوس په افغانستان کی باید خپلی هڅی په کارواچوی اوددارنګه بریدونو ددرولو کوښښ وکړي.

شنونکي وایی په افغانستان کي چی کله هم دطالبانو له لوري بریدونه توندوالي ومومي یرغلګرځواکونه دارنګه څرګندوني کوی اوپه دارنګه ویناوو سره غواړي خپلو ماتي خوړلو عسکروته مورال ورکړي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x