نظــر

اسلامي امارت او د رسمیت پیژندنې ستونزہ

حفيظ الدين پيرزاده

له کله نه چې اسلامي اما رت د ھیواد واک په لاس کې اخیستی، له گڼو ستونزو سرہ لاس او گریوان دی؛ د دې ستونزو ځینې یې خارجي لاملونه لري او ځینې یې داخلي، ځینې یې اقتصادي لاملونه لري او نور یې مسلکي!
د رسمیت پیژندنې ستونزہ بیا داسې معضله دہ چې ھم داخلي لاملونه لري او ھم بھرني ابعاد!
خو د لاملونو دواړ‎ہ ډولونه داسې سرہ اوبډل شوي چې که داخلي ھغه حل شي، بھرني تر ډیرہ ورسرہ خپله حل کیږ‎ي.

رسمیت پیژندنه:
د دولتونو تر منځ د دیپلوماتیکو اړ‎یکو له لیارې د یوہ بل موجودیت تسلیمولو ته وایي؛ دا پیژندنه کله پر حقیقي او کله پر فرضي ( de facto, de jure) اساساتو ولاړ‎ہ وي.

ډیری نوي تاسیس شوي ھیوادونه/ دولتونه د ملگرو ملتونو د غړ‎یتوب له لیارې ھڅه کوي له نورو ھیوادونو سرہ حسنه اړ‎یکې جوړ‎ې کړ‎ي او ځان پر ور و پیژني.

خو دا حتمي نه دہ. د رسمیت پیژندنې مسئله او د ملگرو ملتونو غړ‎یتوب دوہ جلا خبرې دي، ډیری داسې ھیوادونه شته چې د ملگرو ملتونو غړ‎یتوب نه لري خو نور ھیودانه یې په رسمیت پیژني، د بیلگې په توگه د واتیکان او سویټزرلینډ ھیوادونه چې تر ۲۰۰۲ م پورې یې د ملگرو ملتونو غړ‎یتوب نه درلود!

امارت او رسمیت پیژندنه:
نړ‎ۍ به نوی افغان دولت په رسمیت وپیژني خو تر ھغه مخکې امارت باید خپله کورنۍ وظیفه اجرا کړ‎ي.
که افغان دولت دا لاندې درې نکتې عملي کړ‎ي؛ نو نړ‎ۍ به ځان مجبور احساس کړ‎ي چې په رسمیت یې وپیژني:

۱- ځان پیژندنه:
د افغانستان د رانسکورې شوې ادارې تر ټولو سترہ ستونزہ ھمدغه ځان پیژندنه وہ!
ھغوی افغانستان ته د یوې پروژې په سترگه کتل.
ھغوی لکه چیندخې یارانه یې په وچه او ھگۍ یې په اوبو کې اچولې؛ کارونه یې دلته او کورونه یې په غرب کې و. نه یې دا وطن خپل گڼل او نه دې وطن ھغوی خپل گڼل!
طالب چارواکي که غواړ‎ي د ھغوی په سرنوشت اخته نه شي، باید په لومړ‎ي قدم کې خپل کورونه افغانستان ته راوړ‎ي!
ھغوی باید لومړ‎ی خپله خپل ځانونه په رسمیت وپیژني، خپل حیات او ممات د خپل ولس له راتلونکي سرہ وتړ‎ي!
په ولس کې و اوسیږ‎ي او په ھر درد، غم، خوښۍ او خفگان کې ورسرہ شریک پاته شي!
افغانستان یو داسې متوازن بھرني سیاست ته ضرورت لري چې په سیمه ایزو او نړ‎یوالو کشالو کې یې ناپئیلې وساتي او دا ھرڅه ھغه مھال ممکن دي، چې د امارت د ھیڅ مشر کور له افغانستان څخه بھر نه وی!!

د ثقل مرکز:
دویمه مھمه خبرہ د ثقل د مرکز دہ. د افغان دولت چارواکي باید خپله پلازمینه لومړ‎ی پخپله په رسمیت وپیژني، د دولت د ثقل مرکز یې کړ‎ي!
ښایي اوس د ځینو مجبوریتونو له مخې، د دولت مشران دې ته اړ‎ وي چې د ځینو ھیوادونو له استازیو سرہ له وطن څخه بیرون په قطر، اسلام آباد، ماسکو، تھران یا کوم بل ځای کې لیدہ کاته وکړ‎ي خو کوښښ باید وشي چې د داسې لیدنو، کتنو لپارہ کابل انتخاب شي!

څومرہ ډیر چې کابل د نورو ھیوادونو د استازیو د کوربه توب مسؤلیت په غاړ‎ہ اخلي، په ھماغه پیمانه افغان دولت لا ډیر مشروعیت پیدا کوي چې بیا ھمدغه مشروعیت پر رسمیت بدلیږ‎ي!

۲- ولسي مشروعیت:
تر دې د مخه چې اسلامي امارت ځان پر نړ‎یوالو په رسمیت وپیژني، باید د خپل ولس په سترگو کې مشروعیت پیدا کړ‎ي!
ولس د اشغال په مقابل کې د امارت تر شا ولاړ‎ و.
که ولس د امارت مقاومت مشروع نه وای بللای، امارت به د خپلو ټولو سرښندنو سرہ د اشغال په شړ‎لو کې نه و بریالی شوی!
دلته اوس دوہ خبرې دي؛ یو مقاومت او بل حکومت.

د امارت مقاومت ته ولس مشروعیت ورکړ‎ی و خو حکومت یې لا ولس مشروع نه دی بللی!
د ولس په سترگو کې د حکومت مشروعیت د لاندې شرایطو په پورہ کولو پورې اړ‎ہ لري:

الف: امنیت:
د ولسي مشروعیت د حصول لپارہ تر ټولو اړ‎ین او لومړ‎ی گام امنیت دی خو موخه نه دہ!
امنیت یواځې یوہ وسیله دہ چې پر راتگ یې ټولنیزو خدماتو ته لار خلاصیږ‎ي

ب: ټولنیز خدمات:
امارت د ډاډمن امنیت په راوستلو کې تر ټولو زیات بریالی دی خو تر داسې امنیت چې پر راتگ یې ولس ته ټولنیز خدمات وړ‎اندې نه شي، نه امنیت ښه دی!
داسې امنیت چې پر راتگ یې د ژوند د فعالیتونو شور او ځوږ‎ پورته نه شي، له ھدیرې سرہ چندان ډیر توپیر نه لري!
افغان دولت چې څومرہ ژر کیدای شي، باید د خپلو موجودو امکاناتو پر کارولو ولس ته خدمات عرضه کړ‎ي، په دې کار کې تاخیر د امارت موجودہ ولسي مشروعیت تر سوال لاندې راولي!

ج: ټول شموله ادارہ او کار اھل ته سپارل:
ټول شموله ھیڅکله په دې مانا نه دہ چې اوسنی افغان دولت دې خپل سیاسي مخالفین له ځان سرہ په قدرت کې شریک کړ‎ي؛ دا کار د نړ‎ۍ په ھیڅ گوټ کې مروج نه دی.
د امریکې دولتي ادارہ چې کله د جمھوریت پالو په ولکه کې وي نو ټول سیاسي کلیدي پوستونه د جمھوریت پالو په واک کې وي او چې دیموکراتان په قدرت کې وي، ھغوی خپل کسان گماري!
د انگریز بوریس جانسن په کابینه کې یو کس ھم د مخالف گوند په نظر نه راځي او ھمداسې د نورو ھیوادونو ھم!
د ټول شموله ادارې څخه مراد کار و اھلې کار ته په سپارلو کې د ملیتونو ترمنځ د انډول مراعت کول دی!

د: له ولس سرہ اړ‎یکه:
د امارت مشران د خپل ولس له منځ څخه راپورته شوي، او یواځې له خپل ولس سرہ متداومه اړ‎یکه یې د ولسي باور ساتل تضمینوي!
د نورې نړ‎ۍ دولتي مشران د امریکا د ولس مشرانو په شمول په ھفته، لس ورځو یا کم له کمه میاشت کې یو ځل د راډیو او تلویزون له لارې خپلو ولسونو ته د روانو حالاتو په اړ‎ہ مالومات ورکوي خو د امارت په لوړ‎ پوړ‎یو چارواکیو کې یواځې فصیح او بلیغ امیر خان متقي د دې لویې تشې د ډکولو ھڅې کړ‎ي؛ د ریس الوزرا یا صدراعظم یواځې په ژوندۍ بڼه تصویر ولس ته ښودل شوی که یو نیم بل چارواکي خوله پرانیستې نو د ولس تشویش لا پسې ډیر شوی؛ ښه بیلگه یې ښایي د لوړ‎و زدکړ‎و د وزیر ځورونکې خبرې دي!

اوس د دې وخت را رسیدلی چې ریس الوزرا، معاونین یې او نور لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي د سکوت روژہ ماته کړ‎ي!
په ھفته کې یوہ ورځ د ولسي غونډو، د جمعې د خطبې او نورو معقولو لارو خپل ولس سرہ اړ‎یکې غښتلې کړ‎ي او له ورپیښو ننگونو لکه د داعش مسئله او نورو څخه یې باخبرہ وساتي!

ح: د ښځو ونډہ:
ښځې زموږ‎ د ټولنې تر نیمې زیاته برخه تشکیلوي، تر ھر څه لومړ‎ی یې باید د تعلیم او صحت غم وخوړ‎ل شي. د یوې ښځې باسیوادہ کول یانې د یوې کورنۍ باسیوادہ کول دي!
خو دا حساسه مسئله باید د شرعي اصولو مطابق د افغاني عرف او رواج په رڼا کې حل شي!

ھ: د لویې جرگې راغوښتل:
افغان دولت باید د علماو، ولسي منورینو، روشنفکرانو، ښځو او ان فکري مخالفینو یوہ لویه جرگه را وغواړ‎ي، ځینې ستر ملي مسائل ورته وړ‎اندې کړ‎ي!
د لویې جرگې دائرول او فیصلې یې پخپله موجودہ دولت ته د ولس په سترگو کې او په نړ‎یواله کچه مشروعیت ورکوي.

ھمداراز ډیر نور مسائل لکه د څلور میلونه معتادینو معضله او نورو ته د خپلو شته امکاناتو په حدودو کې رسیدگي کول به د امارت مشروعیت په کور دننه پیاوړ‎ی کړ‎ي چې دا ھر څه به نړ‎ۍ دی ته اړ‎ہ کړ‎ي چې له اسلامي امارت سرہ د راشه درشه لپارہ یې په رسمیت وپیژني!

۳- نړ‎یوال مشروعیت:
دلته غواړ‎م گران لوستونکي دې نکتې ته متوجه کړ‎م چې:
مشروعیت او رسمیت دوہ جلا مفاھیم دي؛ لومړ‎ی یې انگریزان legitimacy او دویم یې recognition بولي.
نه ھر مشروع دولت د نورو لخوا په رسمیت پیژندل کیږ‎ي او نه ھر په رسمیت پیژندل شوی دولت مشروعیت لري!
د رسمیت پیژندنې لپارہ په نړ‎یوالو قوانینو کې کوم خاص شرائط نه دي وضع شوي خو غربي استعماري طاقتونه کله کله د افغانستان په څیر کمزوریو او بې اسرې دولتونو د زبیښلو لپارہ د دیموکراسۍ او انتخاباتو سریندې غږ‎وي!!
اسلامي اما رت له پخوا پر نیمه رسمیت پیژندل شوی، د دوحې تړ‎ون او اوس د بھرنیو چارو د وزیر پراخه دیپلوماتیکې ھڅې، د نورو ھیوادونو له استازیو سرہ ملاقاتونه ھمدا مانا ښندي!
خو دا چې د نړ‎ۍ نور ھیوادونه په افغانستان کې بیرته خپل سفارتونه پرانیزي نو اسلامي امارت ته پکار دي چې لومړ‎ی برہ ذکر شوې دوہ نکتې چې ځان پیژندنه او ولسي مشروعیت دی، تقویه کړ‎ي!
افغانستان یو مھال د سترو طاقتونو تر منځ بفر زون و،( پښتو معادله کلیمه یې راته نه دہ مالومه ) خو اوس د نړ‎ۍ مھمه تجارتي او اقتصادي څلور لارې دہ.

افغان دولت له خپل ستراتیژیک موقعیت څخه پر گټه اخیستنې د سیمه ایزو او نورو ھیوادونو د تجارت مرکز جوړ‎یدای شي، د کانونو د استخراج او د سالم تجارتي رقابت ډگر ته د نورو ھیوادونو لکه روسیه، چین، ھندوستان، ایران، پاکستان او د مرکزي اسیا ھیوادونه را دعوتول، به غربي نړ‎ۍ ھم تشویق کړ‎ي چې د روا او سالم رقابت ډگر ته را ودانگي او له ھمدې لیارې به د رسمیت پیژندنې ستونزہ ھم ورسرہ حل شي!

و ما علینا الا البلاغ
حفیظ الدین پیرزادہ

لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

پیرزاده صاحب
هیله ده دا ډول مثبتو او سازنده لیکنو ته ادامه ورکړی.

شسته و رسته ،، جزاکم الله خیرا

حافظ حماد

ښه نظر

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x