نړۍ

د افغانستان اسلامي امارت پلاوی د روسيې په بلنه مسکو ته ځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت پلاوی د روسيې حکومت په رسمي بلنه مسکو ته ځي.

افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوټين ځانګړي استازي ضمير کابلوف روسي رسنيو ته ويلي، چې د روان اکټوبر په ۲۰مه د روسيې په پلازمېنې مسکو کې د افغانستان په اړه نړيواله ناسته ده او د اسلامي امارت چارواکي هم ور بلل شوي دي.

ضمير کابلوف په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

روسيې له ۲۰۱۷ کال راهيسې د افغانستان په اړه د څو ناستو کوربه‌توب کړی دی.

روسيې په تېر مارچ کې د افغانستان په اړه د نړيوالې ناستې کوربه‌توب کړی و، چې د امريکا، روسيې، چين، پاکستان او ایران استازو په کې ګډون کړی و.

تر اوسه د دې خبرو جزئيات نه دي خپاره شوي او نه هم د افغانستان حکومت په دې اړه رسنيو ته څه ویلي دي.

روسيه له تېرو څو کلونو راهيسې د افغانستان په موضوع کې فعاله ده.

د پخواني رژيم له نسکورېدو وروسته، چې د افغانستان اسلامي امارت د پلازمېنې کابل په شمول ټول افغانستان نيولی، د روسيې، چين او يو شمېر نورو هېوادونو سفيران دلته پاتې دي او وخت پر وخت د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره ناستې پاستې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

چی خبره د جنګ او جهاد شی بیا طالبان وایی ۴۲ هیوادونو ته مو ماته ورکړه. خو اوس ګورو چی طالب کی دومره دورایت، توان او زور نشته چی دا ګوډ او مات اقتصاد احیا کړی. د ګدایی لاس یی هر کافر او دلته وږد کړی دی. هغه پاکستان چی د طالبانو حمایت کوونکی وه هغوی هم له دوی څخه اوس بیزاره دی خلک ورځ تر بلی د غنی په ارمان کیږی. یو وخت غنی وویل: (که انګورو ته مو پاکستان اجازه ورنکړه څه زاری نه ورته کوو دا انګور به زه ټول هندوستان ته په طیارو کی ولیږم). اوس… نور لوستل »

Karwan

خوسي ګډ ئي رذيل ، شرير او منافق انسانه.
عقل د تر پښو لاندي دي. تمامه ورځ مرداري خبري کوي او لکه مردار مچ په هر ځاي بونګيږي. تاته وايم طوطي له مرداري مشوکي سره. څه ورک شه. کاروان

Sayed

ښاغلی کامران، خفه کېږه مه ښاغلي طوطي سمه خبره کړې ده. تاسې يوځلې په سړه سينه او ساړه دماغ د دې خپلو مشرانو خبرې واوره چې دوی پرون څه ويل او نن څه وايي؟ رب العالمين انبياو عليهم السلام ته تاسې وړيا او مفته بېخوارۍ او زحمته نه ده ورکړې. چا شپني کړې او چا آهنګري، چا رنګمالي (دوبي توب) او چا محرابي کړې ده. خپله نبوتي دنده يې هم مخته وړې، خپل عبادت يې هم کړی، خپلې کورنۍ او ټولنې ته يې هم وخت ورکړی او هم يې خپله خواري او زحمت هم ګاللی. ټول د وطن خلک يو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x