افغانستاننړۍ

اردغان وايي که له قطر او افغانستان سره موافقې ته ورسیږي د کابل هوايي ډګر چارې مخته وړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ تله، ۱۴۰۰ل): د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردغان نن رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې ترکیې پخوا د کابل هوايي ډګر چارې مخ ته وړي دي او د موافقې په صورت کې په اینده کې هم د کابل هوايي ډګر چارو مخته وړلو لپاره ګامونه اخیستلای شي.

د ترکيې اناضول اژانس په یوه راپور کې ویلي چې ښاغلي اردغان نن د جمعې ورځې لمونځ وروسته خبریالانو ته وویل چې که چېرته افغانستان، قطر او ترکیه موافقې ته ورسیږي دوی د پخوا په څېر د کابل هوايي ډګر چارې مخته وړلو لپاره ګامونه واخلي.

اردغان د افغان حکومت د پلاوي ترکيې ته سفر په اړه وویل چې افغان حکومت ترې بشري مرستو او په افغانستان کې د نوي پروسې د فعالولو په اړه غوښتنې کړي دي.

هغه وویل چې ترکیه به د افغانانو سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

اردغان دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ د افغانستان د حکومت یو لوړ پوړی پلاوی د ترکیې په رسمي بلنه انقرې ته تللي ول.

د افغانستان  او ترکیې لوړ رتبه پلاویو د افغانستان-ترکیې په ديپلوماتیکو اړیکو، بشري مرستو، مهاجرت، افغانستان ته د پروازونو د بیا پیلولو او کابل هوايي ډګر بیا فعالولو باندې خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر د کابل هوايي ډګر د بیا فعالولو او عملیاتي کارونو مخته وړلو په اړه د ترکيې توقعات له افغان پلاوي سره شریک کړل.

هغه وویل چې  امنیتي مسایل د منظم الوتنو د پیل لپاره نه یواځې د دوی توقعات دي بلکې د ټول نړیوال ملکي هوای چلند ټولنې توقعات هم همدا دي.

د کابل هوايي ډګر حاضره د هر ډول داخلي او بهرني الوتنو لپاره تیار دی خو تر دې دمه دغه هوايي ډګر ته منظم تجارتي پروازونه نه دي پیل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x