ادبي لیکني

د شهيد انعام الله انعام رحمه الله د شهادت خاطره/ لومړۍ برخه

م.رضوان الله فيضاني

لکه د نورو ورځو په څېر په دغه ورځ هم مدرسې ته د سبق لپاره راغی، سپينه جوړه يې پر تن وه، جيګري او پرې کړې کندهارۍ خولۍ يې پر سر وه، کتابونه يې په څنګ کې نيولي و او موسکی و، روغبړ يې راسره وکړ د کور په هکله مې ترېنه لنډه پوښتنه وکړه … او درس مې ورته شروع کړ.

د درس په منځ کې مې څو څو ځله ورته ځير ځير وکتل، په مخ کې يې څه عجيبه غوندې ښکلا پيدا شوې وه، ډير زيات نوراني ښکارېدۀ، دی مې په ټول ژوند دومره نوراني او ښکلی نه و ليدلی، درس مې ورته وويلو او له لږ مجلس کولو څخه وروسته مې رخصت کړ، کله چې روان شو نو ما له وروسته ورپسې حيران حيران کتل، نورو طـ ـالبانو يې هم سيل کاوۀ او يو بل ته يې سره ويل چې دا هغه مشهور نعتخوان انعام الله انعام دی، زړه کې مې راتېر شول چې کاشکې مې نن همدلته له ځان سره پاتې کړی وای، له سترګو مې فنا شو، زما زړه په الهامي توګه خوږمن خوږمن کيدۀ او د حال په ژبه يې څه راته ويل … خو زه څه خبر وم چې په ژوند به مو همدا وروستي ليدل او کتل وي.
په دغه وخت کې زه پخپله هم د مدرسې يو تن کشر
طالب العلم وم، د فنونو ځينې کتابونه مې لوستل.

ورځ تېره شوه او شپه راغله، شپه هم سبا شوه، د سهار تر ناشتې وروسته د مدرسې رسمي درسونه لا نه وو شروع شوي چې مدرسه کې اوازه شوه وای د شمشتو پر کمپ چاپه ده، د دې خبر له اورېدو سره سم زمونږ ورور (مولوي عرفان الله عرفاني) کورته زنګ وواهۀ چې په شمشتو کې خو دغه رنګ کيسه روانه ده تاسو خبر يئ او که نه؟
هغوی وويل چې نه مونږ خبر نه يو خو معلومات به وکړو.
لږ زنډ وروسته يې له کوره رابطه وکړه چې په ډيره زياته اندازه فوځيان راغلی دي او ټول کمپ محاصره دی.

لږ زنډ وروسته زنګ راغی او انعام الله له عرفاني صاحب سره په مبايل خبرې شروع کړې، عرفاني ورته ترې پوښتنه وکړه چې چيرته يې او څه صورت حال دی؟
انعام الله ورته وويل: چې له فوځيانو سره د تيږو جنګ روان دی … د تکبير د ملکوتي چيغو غږونه اورېدل کېدل، د اسلام زنده باد، نعرو فضا نيولې وه، د سپکو او درندو ډزو غږونه هم ښه پرېمانه تر غوږو کېدل.
قدرتي کار و په دغه ورځ انعام الله د کور مبايل په جيب کې اچولی و او له ځانه سره يې وړی و.

ماته غوصه راغله له عرفاني صاحب نه مې مبايل واخيست زه ورسره په خبرو لګيا شوم، ورته په غوصه شوم، ستوغې خبرې مې هم ورته وکړې، ورته کړل مې چې زر کوه کور ته لاړ شه چې وبه لږېږې …
دۀ راته جواب په داسې انداز کې راکړ چې له غوصې نه ډک و او غاښونه يې سره چيچل، وای دا څه بېغيرتان دي، پسې وامو خيستل منډې وهي په تېښته دي، زمونږ د تيږو وارونو ته نشي ټينګيدلای.
ما بيا هم ورته وويل چې زر کوه کور ته لاړ شه خوږ به شې.

له دې خبرو وروسته مې ټيليفون بند کړ، او د درس ټالۍ شروع شوه، درسګاه مسجد کې وه درس ته کېناستم، زړه مې ډېر ناراحته و، د چاپې او جنګ ټوله نقشه مې په ذهن کې ګرځيده راګرځېده، درس شروع و خو زما ذهن او فکر ټول هلته مصروف و، په دغه دوران کې به تقريبا ۵ پنځه دقيقې وتلې وې چې د مسجد دروازه نيم کښه شوه او يو ملګري د دروازې له درزه راته اشاره وکړه، هغه ملګری شهيد حافظ هارون تقبله الله و، چې څنګه زما سترګې پر شهيد هارون ولږېدې نو زړه مې ولوېد، ما ويل خدايه خير کړې څه پېښه خو ضرور وشوه، له درس څخه غلی پورته شوم او د باندې ووتم، هغه له ځانه سره بوتلم وای راځه ادارې ته، د مدرسې ادارې ته چې لاړم هلته عرفاني صاحب ناست و، رنګ او شکل يې له ورايه بيخي بدل ښکارېدۀ، راته يې کړل چې هغه خو يې شهيد کړ.
ما وويل: څوک ؟
هغه وويل: انعام الله.
نو له خولې څخه مې بې اختياره دا کلمات ووتل :
انا لله و انا اليه راجعون.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x