افغانستان

ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت: اریانا افغان، کام ایر او د پاکستان (PIA) به په نورمال ډول بېرته پروازونه پيلوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۳ تله، ۱۴۰۰ل): د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزیر وايي چې په کابل کې د پاکستان د سفیر منصور احمد خان سره په کتنه کې د اریانا افغان، کام ایر او د پاکستان (PIA) شرکتونو د پروازونو د بیا پیلولو په اړه خبرې کړي دي.

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزیر‎ ملا حمیدالله اخندزاده نن له غرمې وړاندې د پاکستان د سفير  منصور احمد خان سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په نننۍ ناسته کې چې د پاکستان د ‎(PIA) او دآريانا افغان هوايي شرکت مسوولين هم موجود وو، د اریانا افغان هوایي شرکت، کام ایر او د پاکستان (PIA) هوايي شرکتونو په نورمال ډول د پروازونو پیلېدلو په اړه خبرې وشوې.

خبرپاڼه زیاتوي چې په نننۍ ناسته کې  د ټکټونو د لوړو بیو د راټیټولو په اړه پرېکړه وشوه چې د یادو دریو شرکتونو ګډ تخنیکي ټیم به کار پرې کوي او نرخونه به نورمال حالت ته راټيټوي او درې واړه هوايي شرکتونه به په نورمال ډول پروازونه پیلوي.

تېره ورځ د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د پاکستان (PIA) او کام ایر هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی و  چې که ټکټونه د پخوا په څېر تنظیم نه کړي، دوی به یې پروازونه بند کړي، چې د دغه اقدام په غبرګون کې د پاکستان (PIA) کابل ته خپل پروازونه بند کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

دغه پرېکړه له یوه اړخه ښه پرېکړه ده ځکه زمونږ هوايي شرکتونه(آریانا او کام ایر) به هم لکه د (پي آی ای) پاکستان ته پروازونه شروع کړي لیکن له بل اړخه ناسم پرېکړه ده ځکه چې دغه تخنیکي ګډ ټیم به کله کېني او کله به د ټکټونو د بیو د راټيتولو پرېکړه کوي کېدای شي چې دغه ګډ تخنیکي ټیم د نورو دورو په شان په یوه کال کې هم غونډه و نکړي او د دې حالت متضررین یوازې عام خلک دي پکار داوه چې په همدې غونډه کې پرېکړه شوي وای او د ټکټونو بېې ټاکل شوي وای

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x