ورزش

محمد نبي: لوبډلمشري سخت مسئولیت دی خو د بریاو راوړلو لپاره ټوله هڅه کوم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۰ل): د نړۍ مشهور کرکټ آلراونډر محمد نبي وایي چې په داسې حساس وخت کې ورسپارل شوی مسئولیت تر ټولو سخت دی، خو دی به تر وروستۍ اندازې هڅه کوي تر څو هېواد ته بریاوې راوړي.

محمد نبي د نړیوال جام لپاره د لوبډلې د نوملړ اعلان او د راشد خان د لوبډلمشرۍ څخه د استعفا وروسته د ملي لوبډلې مشر وټاکل شو.

۳۶ کلن محمد نبي چې اوس په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د نړۍ تر ټولو غوره آلراونډر دی، له دې وړاندې هم له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵م پورې د ملي لوبډلې مشري کړې ده.

هغه په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته وویل، «زه خوښ یم چې په نړیوال جام کې د لوبډلې مشري په غاړه لرم، خو بیا هم لوبډلمشري یوه سخته دنده ده، زه به خپله ټوله هڅه کوم چې په نړیوال جام کې په غوره لارې سره لوبډله رهبري کړم او په خپله هم ښه کارکردګي ترسره کړم».

نبي عربي اماراتو ته د لوبډلې د تاخیر په اړه وویل، ځینو لوبغاړو د ویزې ستونزه درلوده چې حل شوې، او اوسمهال ټول لوبغاړي په عربي اماراتو کې دي چې ډیر ژر به له قرنطین خلاص او تمریناتو ته ښکته شي.

محمد نبي چې تر دې دمه د هند غوره لیګ کې په سیالیو بوخت و او یوازې په یوه لوبه کې فرصت ورکړل شو، لوبډله کې د خپل حالت په اړه وایي چې د وضعیت سره سم به لوبه کوي، «که چیرې لوبډله تر فشار لاندې وي، زما ټوله هڅه به دا وي چې ویکټه وژغورم او په وروستیو شېبو کې شاټونه ووهم».

افغانستان په وروستیو کې د توپ اچونې او توپ وهنې برخې لا پياوړي کولو لپاره د استرالیا چټک توپ اچونکی شان ټيټ د توپ اچونې روزونکی، او د زمبابوې پخوانی توپ وهونکی انډي فلاور د توپ وهنې روزونکي په حیث وټاکل، چې ډیر ژر به د لوبډلې سره یوځای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x