ورزش

چینایي لوبډله څلورم ځل لپاره د هند غوره لیګ اتله شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۰ل): د هند غوره لیګ IPL اتلولي د څلورم ځل لپاره د ایم اس دهوني په مشرۍ د چینایي سوپر کینګز لوبډلې په خپل نوم کړه.

چینایي سوپر کینګز لوبډلې د هند غوره لیګ پایلوبه کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته د ۲۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او دغه اتلولي یې وګټله.

په پایلوبه کې د چینایي لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د سویلي افریقایي لوبغاړي فاف ډوپلیسي په غوره توپ وهنه یې سیال لوبډلې ته په ټاکلو اورونو کې د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې که څه هم د کلکته لوبډلې غوره پېل وکړ، خو په پرلپسې ویکټو له لاسه ورکولو یې یوازې ۱۶۵ منډې جوړې کړې او د ۲۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

د هند غوره لیګ تر ټولو زیاتې (پنځه ځله) اتلولي د ممبۍ انډینز لوبډلې ګټلې دي.

فاف ډوپلیسي چې په ۵۹ توپونو یې ۸۶ منډې وکړې د پایلوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، دغه راز د آر سي بي لوبډلې هندی لوبغاړی هارشل پټیل په ټورنمنټ کې په ۳۲ ویکټو اخیستلو د هند غوره لیګ د ۱۵م پړاو غوره لوبغاړی ونومول شو.

بل لوري ته د افغان لوبډلې نامتو توپ اچونکی راشد خان هم په یاد لیګ کې د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې له لوري ولوبېد چې په ۱۴ لوبو کې یې ۱۸ ویکټې واخیستې، خو د نوموړي لوبډلې دوهم پړاو ته لار ونه موندله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx