افغانستان

پاکستان يو ځل بيا پر کونړ ولايت له سلو زيات توغنديز بريدونه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۹مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد ختيځ کې امنيتي چارواکي وايي، چې پاکستان يو ځل بيا پر کونړ ولايت راکټي بريدونه کړي دي.

د کونړ ولايت امنيه قومندان عبدالحسيب سيدخيلي رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې له دريو شپو راهيسې پاکستاني پوځيانو د کونړ ولايت پر دانګام، شيګل او مرورې ولسوالۍ ۱۱۸ توغنديز بريدونه کړي دي.

سيدخيلي زياتوي، چې نوموړو بريدونو کې چاته ځاني زيان نه دی اوښتی، مګر ولسي خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

سيدخيلي د مالي زيانونو اندازه ونه ښوده، چې څومره دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستاني پوځيانو له لور پر افغان خاوره راکټي بريدونه کيږي، بلکې له دې وړاندې هم څو څو ځله پاکستاني پوځيانو د کونړ او نورستان ولايتونو په ګنو ولسواليو راکټي بريدونه کړي او ګڼو خلکو ته پکې مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

افغان چارواکو په دې اړه څو واره خپل احتجاجونه کړي، خو تر دې دمه نه دي توانيدلي، چې د پاکستاني پوځيانو د راکيټي بريدونو مخنيوی وکړای شي.

بل پلو پاکستاني چارواکي وايي، چې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځيانو بريدونه کيږي او په دې اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت څو ځله افغانستان ته خپل احتجاج کړی دی.

وړمه ورځ هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت افغان سفير ورغوښتی و او په دې اړه يې يو احتجاجي ليک ورکړی و.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تسنيم اسلم وايي، چې د افغانستان له خاورې تل پر پاکستاني پوځيانو بريدونه کيږي او افغانستان بايد د نوموړو بريدونو په مخنيوي کې مرسته وکړي او پرې نه ږدي، چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بريدونه وشي.

د افغانستان او سيمې د چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي څه موده وړاندې نن ټکی اسيا په خپله مرکه ويلي و، چې پاکستاني پوځيان د افغانستان ختيځ کې دغه شان بريدونه هغه مهال کوي، چې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځيانو بريدونه وشي.

ښاغلي يوسفزي زياته کړه، چې پاکستاني طالبان د ډيورينډ کرښې هاغاړې پر پاکستاني پوځيانو بريدونه کوي، نو دوی خو بيا پر هغه ځای نه پاتې کيږي او د پاکستاني پوځيانو په بريدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د ښاغلي يوسفزي له قوله پاکستان کېدای شي دا بريدونه د دې لپاره کوي، چې پر افغان حکومت فشار راوړي تر څو د افغانستان له خاروې پر پاکستان د بريدونو مخنيوی وشي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x