افغانستان

د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان ته ولاړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۰ل): د رئیس الوزرا  مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی په یو ورځينې سفر ازبکستان ته ولاړ.

په دغه پلاوي کې ګڼ وزیران، مستقلو ریاستونو مشران او ملي سوداګر هم ګډون لري.

د پلاوي یو غړي انعام الله سمنګاني ویلي چې د ازبکستان لوري سره به په نننيو مذاکراتو کې د دوه اړخيزې سوداګرۍ په پراختيا، ټرانزيټ، رېل پټلۍ او برېښنا لېږد په اړه بحثونه وشي.

د افغانستان  اسلامي امارت د بیا واکمنېدو سره دا لومړی ځل دی چې د رئیس الوزرا مرستیال بهرني هیواد ته سفر کوي.

د افغانستان رئیس الوزرا لومړی مرستیال په داسې حال کې ازبکستان ته سفر کوي چې  د تلې په ۱۵مه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له یو لوړ پوړي هیئت سره کابل ته راغلی و او له افغان لوري سره یې په ترانزیت، ريل پټلۍ او برښنا په تړاو خبرې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالب مشران هم ورځ تر بلی لږ لږ غوړیږی خو ملا برادر د پخوا پشان چوملوک او ګونز پادی دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x