ورزش

فیفا وایي له افغانستان څخه یې لسګونه فوټبال لوبغاړي او د هغوی کورنۍ قطر ته رسولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۰ل): د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) وایي چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې او ددوی کورنیو شاوخوا ۱۰۰ تنه مو له افغانستان څخه د قطر هېواد سره په مرسته دغه هېواد ته رسولي دي.

د فوټبال نارینه او ځینې ښځینه ورزشکارانې له کابل څخه دوحې ته په یوه الوتنه کې د پنجشنبې په ورځ چې ټول ۳۵۷ مسافر په کې سپاره ول ورسېدل.

فیفا وایي چې دوی له تېرو دوه میاشتو راهیسې د قطر حکومت سره له نږدې کار کوي تر څو د فوټبال ښځينه او نارینه لوبغاړي قطر ته انتقال کړي، ددوی په وینا، «د پيچلې خبرو اترو وروسته د قطر په ملاتړ د لوبغاړو او د هغو کورنیو په ایستلو کې مو مهم رول لوبولی دی».

بل لوري ته د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله لولوة الخاطر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په یوه الوتنه کې د افغانستان د فوټبال لوبغاړي او د هغو د کورنۍ غړي قطر ته راوړل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د بایسکل ځغلونې نړیوالې ادارې UCI د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی له افغانستان څخه د ۱۶۵ کډوالو په ایستلو کې مرسته کړې چې پکې ښځینه سایکل چلونکي ، ژورنالیستان او د بشري حقونو کمپاین کونکي شامل دي.

د اولمپیک نړیوالې کمیټې رییس «توماس باخ» تیره میاشت وویل چې دې سازمان په افغانستان کې د “اولمپیک ټولنې” شاوخوا ۱۰۰ غړو سره مرسته کړې چې د بشري ویزو په مرسته دوهم هېواد ته انتقال شي.

استرالیا وایي د اګست په میاشت کې یې شاوخوا ۵۰ افغان لوبغاړي او د هغوی اړوند کسان له هیواده وایستل، په داسې حال کې چې د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې څو لوبغاړو تیره میاشت په پرتګال کې پناه اخیستې وه.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له لوري د سپورت فعالیتونو ته کوم څرګند ګواښ نه دی پېښ شوی، خو دوی په لومړي سر کې ویلي وو چې ښځو ته به د سپورت برخه کې اجازه ورنکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x