افغانستان

امریکا د کابل د ډرون برید قربانیانو کورنۍ ته تاوان ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۰ل): د امریکا دفاع وزارت هغه افغانې کورنۍ ته تاوان ورکوي چې په یو ډرون برید کې يې د کورنۍ لس غړي وژلي وو.

د امریکا دفاع وزارت  ویلي چې د کابل په ډرون برید کې د وژل شوو کورنۍ ته د تاوان ورکولو سربېره په امریکا کې د اوسېدو زمینه هم برابروي.

پنټاګون ویلي وو چې د اګست په ۲۹م ډرون هوايي برید کې يې داعشیان وژلي دي خو وروسته معلومه شوه چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي. په لسو وژل شوو کسانو کې ۷ ماشومان ول.

له هغه وروسته د امریکا دفاع وزیر د دغه برید بخښنه وغوښتله خو د یادې کورنۍ غړو ویل چې رسنیزه بخښنه کفایت نه کوي.

د وژل شوو کسانو کورنۍ وویل چې امریکايي چارواکي باید افغانستان کې مخامخ له دوی بخښنه وغواړي.

هغوی زیاته کړې وه چې د بخښنې سربېره امریکا باید د دوی کورنۍ ته تاوان ورکړي او هغه کسان محاکمه کړي چې په دغه برید کې دخیل ول.

کابل کې په ډرون برید کې د ملکي وګړو وژنې د امریکا ټول ډرون بریدونه چې د «ترهګرو» د هدف کولو په موخه يې کړي دي  تر سوال لاندې راوستي دي. امریکا تر دې وړاندې هم په سلګونو هوايي بریدونو کې بې شمېره ملکي وګړي وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x