ورزش

د شاهد کمال او احسان جنت سلیزې، بست لوبډلې لومړۍ بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۰ل): د غازي امان الله خان لیست اې سیالیو په لومړۍ لوبه کې د بست لوبډلې د مس عینک لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې د مس عینک لوبډلې لوبډلمشر شاهد الله کمال په زړه پورې سلیزه ووهله، او په ټاکلو ۴۵ اورونو کې یې سیال لوبډلې ته د د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه.

ددوی له لوري شاهد کمال ۱۲۰ ناسوځېدلې منډې، اصغر اتل ۶۹ او رحمان الله ځدران ۳۷ زیاتې منډې وکړې. د بست له لوري په توپ اچونه کې عبد الباقي وځلید او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د هدف په تعقیب کې د بست لوبډلې پېلیز لوبغاړو احسان الله جنت او ریاض حسن غوره پېل وکړ او د ۱۴۹ منډو ملګرتیا یې وکړه، په دې سره یادې لوبډلې مس عینک ته د ۳ ویکټو په توپیر په وروستي اور کې ماتې ورکړه.

ددوی له لوري احسان الله جنت ۱۲۵ منډې، ریاض حسن ۶۹ او منیر احمد کاکړ ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. خو د مس عینک په توپ اچونکو کې نور احمد لکڼوال وځلید او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

د جمعې لمانځه لپاره د دمې په وجه ۵۰ اوریزه لوبه ۴۵ اورونو ته راښکته شوې وه، چې ګټونکی یې د بست لوبډله شوه.

احسان الله جنت د هدف په تعقیب کې د غوره سلیزې له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

باید وویل شي چې د غازي امان الله خان لیست اې سیالیو په لړ کې دوهمه لوبه د امو او سپین غر لوبډلو ترمنځ په کندهار لوبغالي کې پېل شوې ده، چې امو لوبډله لومړی توپ وهونه کوي او تر دې دمه یې په ۴۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۱ منډې جوړې کړي. ددوی له لوري عمران میر سلیزه وهلې او لوبې ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

کریکت د انگریزانو د مره یو لوبه ده ، شرم وکری ، مونگ آزاد خلک یو د مره یو په لوبه شرمیگو ، د آزادو ملکونو لوبی چی په المپیک کی شاملی دی خوخوو ، نه د مریو لوبه !
د کریکت بندول غوارو ، آزادو ملکونو کی دا لوبه بنده ده ، صرف غلام انسانان دا لوبه کوی او خوخوی !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x