شعـــــرونه

خدایه شکر اذیت او نه ازار شته/ علم

عبيدالله علم

خدایه شکر اذیت او نه ازار شته
نه د بل سړ‎ي پر غاړه د چا بار شته

دا چې وايي بیکاري دہ څه کار نشته
د کار خلک اوزګار نه دي پوره کار شته

ښه ازادہ، ازادی دہ په وطن کې
نه غلام شته دی او نه يې هم بادار شته

څوک دعوه د فرعونیت کولای نشي
مظلومانو په سر نه ظالم واکدار شته

د ملت حق به اوس کله څوک خوړی شي
رشوت خور دی تښتیدلی، نه غدار شته

صبر وکړئ! خدای به ھر څه بیرته سم کړ‎ي
د وطن اصلي بچي او خدمتګار شته

هر دفتر کې تلاوت د قران کیږي
ډم خانې او نه سینګار سینګار تالار شته

فحاشي مرکز نور ارګ منلی نشي
ارګ دننه متقیان او ایماندار شته

چې ډمانو ته تمغې ډالۍ کېدلې
د مظلوم غږ اوریدلو ته سپیدار شته

غداران پټ دي خیانت کولای نشي
باخبر دي چې خائن لپاره دار شته

ټول کشران مو د مشرانو اطاعت کړي
د مشرانو په کشرانو اعتبار شته

د (علم )ارمان پوره شو لږ دی پاتې
بس له هرې تورې شپې پسې سهار شته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x