نړۍ

د «اونروا» ویاند د فلسطیني ماشومانو په حال ژاړي

د فلسطیني مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې (UNRWA) ویاند په غزه کې په روان حالت وژړل.

«کریس جانیس» له الجزیرې تلویزون سره د غزې پر یو ښوونځي د اسرائیلو د بمبارۍ په اړه خبرې کولې، خو د مرکې په پای کې نوموړي خپل احساسات کابو نشوای کړی او په زوره-زوره یې وژړل.

جانیس په خپلو خبرو کې وویل چې د نړۍ لپاره شرم په کار دی چې اسرائیل د نړیوالو بشري قوانینو څخه بربنډه سرغړونه کوي، د ماشومانو په ټولوژنې یې لاس پوری کړی، او نړۍ یې د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه کوي.

نوموړي وویل چې دوی د اسرائیلو لخوا د نړیوالو قوانینو څخه دغه سرغړونه په سختو ټکو غندي، او زیاته یې کړه چې اسرائیل د ماشومانو په حق کې د ستر جنایت مرتکبین دي او نړیوال باید له ډیره شرمه او خجالته خپل سرونه ځوړوند ونیسي.

جانیس د اسرائیلو دغه جنایتونه «د ټول بشریت توهین» وباله.

د اونروا ویاند له الجزیرې سره په غزه کې پر یو ښوونځي د اسرائیلو د بمبار په اړه په ژوندۍ بڼه معلومات ورکول، او تر ډیره وخته یې خپل احساسات کابو کړي وه، خو مازې چې مرکه پای ته ورسیده پر خپلو احساساتو یې کنټرول له لاسه ورکړ.

د الجزیرې خبریال د «جانیس» د مرکې وروستۍ شیبې او له مرکې وروسته حالت ثبت کړی او په لاندې ویډیو کې يې کتلی شئ:

http://www.youtube.com/watch?v=_P_nCGSWJA0

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x