نظــر

اخلاص او مهارت د کار دوه مهم شرطونه!

مولوي فاروق غلجی

پر اسلامي امارت د ځينو خلکو يو اعتراض دا دی، چې وايي پر ټولو سرکاري دندو يې ملايان ګمارلي او د اړوندو څانګو لپاره يې د مهارت او تخصص هيڅ خيال نه دی ساتلی.

داسې معلوميږي چې ياد اعتراض تر ډېره بريده حقيقت هم دی، ځکه په ډاګه معلوميږي چې د امارت مشران رښتيا هم په لويه کچه د ګمارنو په لړ کې اخلاص، تقوا او ژمنتيا ته ډېره پاملرنه کوي.
ځکه چې زموږ زياتره هوښاران هم باوري دي چې په تېرو نظامونو کې ښه ډېر متخصصين په مختلفو چارو لګېدلي وو، خو څرنګه چې اخلاص او ژمنتيا ورپکې نه وه، پايله يې دا شوه چې زياتره يې د لس ګونو ميليونو ډالرو له غلا سره پيټي پر شا له هېواده وتښتېدل!

مطلب دا چې اخلاص او تقوا خو طبعاً ډېر لوړ معيار دی، خو دا هم د لمر په شان يو روښانه واقعيت دی چې د هېوادنيو چارو د پرمختګ لپاره يوازې اخلاص کار نه ورکوي.
د مثال په توګه زه د خپلو اولادونو د روغتيا لپاره ښه په کلکه ارمانجن يم، پوره اخلاص او محبت هم ورسره لرم، خو کله چې کوم يو ناروغ شي، نو بيا زه مجبور يم چې له ډاکټره مرسته وغواړم. په دې اساس لازمه ده چې زموږ مشران هم يوازې اخلاص په نظر کې ونه نيسي، بلکې استعداد او مهارت هم ورسره لازمي کړي.

په دې لړ کې لا ډېره بدتره دا ده چې د يو کس د خولې په چالاکي، ږيرې، تورې پګړۍ، نيم ګړيو درسونو او يا تېرو کلونو کې مجاهدينو سره څه نا څه اړيکه او تعارف د اصلي معيار په توګه ومنل شي او په نتيجه کې يې خورا نا اهله او نا لايقه اشخاص پر اړوندو مکلفيتونو وټاکل شي.
لنډّ دا چې د هېواد او خلکو د خدمت لپاره بايد داسې کسان راوړاندې کړی شي چې ايماندار، مخلص، په چارو کې جدي او خپل مسلک سره ښه بلد او د بشپړ مهارت څښتن وي.

په دې ډول به موږ وکړای شو؛ هم خپل وطني او ملي امانت خپل اهل ته وسپارو، هم خپل نظام له بدنامۍ او ناکامۍ وژغورو او هم نړيوالو ته د خپلې ادارې کفايت وښيو.
بناءً د ګردو تعيناتو په هکله خورا زيات محتاط اوسېدل او د شخصي انډيواليو له پالنې په کلکه ډډه کول په کار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

د ((لکل فنٍ رجالٌ)) د هر مسلک لپاره خپل اړونده روزل شوي خلک دي. تر ټولو مهمه خپله د الله تعالی خبره ده چې ((….آن تؤدوا الامانات الی اهلها)) کله چې اهل کارول کيږي، نو مفهوم يې مستحق کس دی چې اړونده مسلکي زده کړې يې کړي وي. دويم دا چې کله چې عزيز د مصر حضرت يوسف عليه السلام ته د ټول حکومت د ورسپارلو وړانديز وکړ، نو هغه ترې ((قال اجعلني علی خزائن الارض)) او دا يې هم ورته وويل چې ((اني حفيظٌ عليم)) هغه مبارک يې وړانديز ځمکې ته خطا نه کړ، بلکې ويې مانه چې د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x