نظــر

د ښې راتلونکې لپاره بايد صبر او همت وکړو!

س.سعيد غلجی

د ظاهر شاه او داؤد خان د واکمنۍ پر مهال افغانانو له خپل وس سره سم او په خپلو مټو تدريجي پرمختګ درلود، بيا کله چې کمونستانو د ثور بدمرغه کودتا وکړه او د مسکو ايجنټان واکمن شول، نو د افغانستان د بدبختي او تباهي ورځې پيل شوې. کمونستانو د خپلو ملي ګټو پر ځای، د روسانو موخې تعقيبولې او د مسکو په پلانونو روان وو. ورپسې چې کله د روسانو تپلی رژيم نسکور شو، نو له بده مرغه مجاهدينو واحده او سالمه رهبري نه درلوده، د دښمنانو په لومو کې ونښتل او خپل منځي جګړې يې پيل کړې. له کلونو کلونو جګړو وروسته د خدای تعالي په فضل له کندهاره د لوی ملا صاحب رحمه الله په مشرۍ د طالبانو اسلامي تحريک راپورته شو. دا چې خلک د مجاهدينو په نامه له بېلا بېلو تنظيمونو تر پوزې راغلي وو، نو هر ځای د طالبانو استقبال کېده، تر دې چې په ډېره کمه موده کې يې پراخې سيمې لاندې کړې او بالآخره له پنجشير، بدخشان او نيم تخار پرته؛ ټول هېواد د طالبانو په کنټور کې شو او بې مثاله امن راغی.

د يو هېواد د پرمختګ لپاره امن او ټيکاؤ لومړنی شرط دی. د طالبانو د تېر حکومت پر مهال په افغانستان کې بيخي امن او امان ؤ، خو دا چې اسلامي نظام يې نافذ کړی ؤ، نو ګرده کفري نړۍ د افغانستان خلاف يو لاس وه، تش په نامه اسلامي حکومتونه خو هسې هم د هغوی تابع دي. د بشري حقونو ادارې، ملګرو ملتونو سازمان او نورو درواغجنو ټولنو په شتون کې ټولې نړۍ پر افغانستان ظالمانه بنديزونه وضع کړي ؤ، له افغانستان سره يې هر ډول راشه درشه بنده کړې وه، افغان حکومت يې په رسميت نه پېژاند او څومره تخريب او تبليغات چې د چا له وسه کېدل، درېغه يې نه پرې کوله. او د افغان حکومت يوازنۍ ګناه دا وه چې ولې يې اسلامي نظام نافذ کړی؟!

کفارو ته له اسلامي نظام پرته هر ډول نظامونه د منلو دي، که يو هېواد کې کمونيزم، ديموکراسي، کپيټليزم، نشنلزم او يا کوم بل باطل نظام واکمن وي، هيڅ پروا نه کوي، خو که اسلامي نظام دې نافذ کړ، نو د ټولې نړۍ دښمنۍ دې پر غاړه واخيسته.
خو له دې هر څه سره سره بيا هم طالبانو په خپلو مټو يو کش پش روان کړی ؤ او که امارت هماغسې برقراره پاتې شوی وای، نو نن به مو په خپلو مټو او په خپلواکه توګه ډېر پرمختګ کړی وای!
خو دا چې صليبيانو اسلامي نظام نه شو زغملی او يرغل يې وکړ، نو دلته يې يوه داسې فاسده اداره جوړه کړه چې د هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او پر ځان بسياينې په لړ کې يې هيڅ ډول اساسي کار يې تر سره نه کړ. بس له ګردې نړۍ ډالر راروان ؤ، نهه يې غلا کولې او يوه يې مصرفوله. دا چې د تېر رژيم پر مهال افغانستان ته پيسې راتللې او اوس نه راځي، علت يې دا دی چې هغه پيسې خو بې ادبي معاف؛ داسې وې لکه يو څوک چې مردګاو خانه چلوي او پيسې ګټي، نو دوی هم د افغانستان د خرڅولو، د اسلامي نظام د مخنيوي، د ښځو د راوېستلو او د فحشاء، بې حيايي، بې ديني او کفري رواجونو د خپرولو په بدل کې دغه پيسې تر لاسه کولې، اوس چې الحمدلله د دغو ټولو خباثتونو مخه ونيول شوه، نو حتمي ده چې د صليبيانو مرستې به هم ورسره بنديږي او کميږي.

په هر صورت؛ اوس هم له نړۍ والو پورې بې ځايه هيلې تړل نه دي په کار. روان حالت، د نرخونو لوړوالی، بنديزونه او محدوديتونه، په رسميت نه پېژندل، منفي تبليغات کول او ډول ډول تخريبي دسيسې جوړول د همدې نړۍ «بشري همدردي» ده!
خو دا چې الحمدلله؛ هېواد مو خپلواکي تر لاسه کړه، بهرني يرغلګر ووتل، فاسد ديموکراتيک رژيم نسکور شو او پر ځای يې سوچه اسلامي نظام قائم شو، نو زموږ د ميليونو شهيدانو ارمان تر سره شو. الحمدلله…

پر دغه حالت ډېر ډېر شکر په کار دی، زموږ د ايمان غوښتنه تر سره شوه. د نېستۍ او قحطۍ ستونزه بايد وزغمو، اوس مو الحمدلله خپلواکي تر لاسه کړې، نو که صبر او همت وکړو؛ له سختۍ وروسته حتماً اساني او سوکالي شته.

خپله بايد لاس په کار شو او خپل هېواد په خپله اباد کړو. خپل اولويات او ضروريات بايد وپېژنو، لازمه ده چې تر هر څه لومړی د ځان بسياينې او خود کفايي لپاره ملا وتړو. په دې لړ کې د غنمو کرل او همداراز خپلو نورو صادراتي اموالو ته د لارو ګودرو خلاصول او ښه مارکيټ ورته پيدا کول بايد زموږ لومړيتوب وي. کله چې ډوډۍ زموږ له خپله هېواده پوره شي، همدا د کاميابي پيل دی. خو له پرمختګ او سوکالي وړاندې؛ د زحمتونو، لوږو، تنګسو، مشکلاتو او کړاونو زغمل حتمي دي.

کله چې ویتنام ازادي تر لاسه کړه او امريکايان مات او ذليل ووتل، نو ویتنام هم همدغه شان بنديزونو سره مخ ؤ، تر دې چې خلک یې د واښو، شنيليو او د ونو پاڼو خوړلو ته مجبور شول، خو صبر او همت يې وکړ، تر دې چې بيرته ورو ورو په پښو ودرېدل او اوس دا دی يو پرمختللی خپلواک هېواد دی.
نو د ویتنام خلک چې بت پرستان دي، دومره صبر او زغم يې وکړ، خو د بل غلامي يې ونه منله، نو موږ ولې صبر او همت ونه لرو؟ حال دا چې مسلمانان يو، اسلامي نظام او خپلواکي زموږ د ايمان غوښتنه ده، د اسلامي نظام لپاره مو ډېرې قربانۍ ورکړې دي، په ميليونونو هېوادول مو شهيدان، زخميان، بنديان او تري تم ورک شوي دي، په ميليونو خلک مو د همدې هدف په خاطر مهاجر شوي، ګردې نړۍ سره مو مقابله کړې او شکست مو ورکړی، نو اوس بايد ډېر زيات صبر، حوصله او همت ولرو، له سختي وروسته اساني حتمي ده.

د يو مسلمان لپاره لازمه ده چې د ژوند اساسي مقصد وپېژني، مسلمان بايد هيڅکله يوازې د دنياوي ژوند او مادياتو تر لاسه کول خپل هدف ونه ګڼي. زموږ هدف تر دې ډېر لوړ دی، موږ بايد د خدای تعالی پر ځمکه د خدای نظام حاکم کړو.
د اسلامي نظام تر سيوري لاندې که خدای مه کړه له خېټې پورې تيږې وتړو، دا د يو کفري نظام تر چتر لاندې له هوسا ژوند څخه ډېر غوره ده. موږ خپله دا ډېرې ورځې په کور کې غوړي او هيڅ ډول کتغ نه لرو، اوړه هم کله نا کله نه وي، يو ګوډي کې لږ غنم راپاتې ډېر ځله هغه په اوبو کې اېشوو (چې موږ يې لواړ بولو) او خورو يې، خو د الله تعالی ډېر شکر کذار، خوښ او خوشحال يم چې کفارو شکست وخوړ، وتښتېدل، تپلی رژيم يې نسکور شو، ديموکراسي ماته او اسلامي نظام حاکم شو. اقتصادي مشکلات ډېر زيات دي، خو داسې د خوښۍ او خوشحالۍ احساس کوم، لکه دا هره ورځ چې اختر وي!

نو بايد چې د هېواد د پرمختګ، ازادي، استقلال ساتلو او ښې راتلونکې لپاره صبر، زغم، حوصله او همت وکړو، تر څو چې خدای تعالی بيرته پراخي او سوکالي راولي.
يا ربه توفيق…!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دطالبانوپه موجودیت کی ښه راتلونکی امکان نه لری دوی نه دقرآنکریمه خبردی نه له سیاسته دین قرآنکریم دۍ آیاتاسی ددنیاپه ۵۶ -اسلامی ملکوکی داسی اسلام وینۍ داددوی دااسلام ندۍ کفارداسلام څخه دنفرت دپاره دغه ناپوهان دغسی تربیه کړی دی ،داکم وخت چه انګریزان پرهند حاکم ول داقانون یی دکادیانیانوپه واسطه ولیکۍ اوتبلیغ یی کۍ دسیدجمال الدین افغانی له کتابه:——– دنياطرقى کړى ده زموږداهغه بيعلمه ملايان دى چه تراوسه هغه ظاهرشاهى قانون غواړى چه افغانستان ده(ظاهرشاه ) اوملايانو په ګډه دعلمه واچاوۍ ملايانو په مسجدوکى تبليغ کاوۍ ويل يي څوک چه مکتب ووايي کافرکيږى ،يووارخودامريکا په بمباريوملک ټوک ټوګ کۍ داوارى… نور لوستل »

شالو

ستاسی بیخی متشدد یاست. همدغه ملایان وو چه ملک او هیواد یی ازاد کړ. ارزښتونه یی بیرته اعاده کړل. ستاسی چیرته یاست ؟ نرم پوست ژوند لری. دلته شل کاله اشغال وو. جنګ وو، خلکو قربانی ورکړی. باور نوو. لژ صبر پکار دی اخر به هرځه سم شی. طالب مشران به نو خامخا د حکمت نه کار اخلی.

عبدالواحد اڅګزۍ

په پښتنوکی رواج دۍ دیوځوان دپاره خلک دیوی پیغلی مرکه کوی بیانوهغه پیغل هغه ځوان ته کښینوی پخپله یی نه په نکاح کوی دامبازه دآزادۍ ټولوافغانانوکړی ده طالبان هسی نوم دۍ ،دغه کفارهم ددوی دقرآنکریم دناخبرتیاراغل دامریکا د ۳۰۰۰شهیدان خون هم ددوی پرغاړه دۍ ددغه ۲۰کالودخونریزۍ زمه واره هم دوی دی دوی جاهلان بیعلمه دی که وپوهوعالمانوسیاست مداروته قدرت وروه نسپاری زه یقین لرم بیاملک یونوی مصیبت ته اچوی،عبدالواحد اڅګزۍ

pattang

زه ستا په حال افسوس کوم چې له یوو درانه اڅکزي پښتانه څخه د غلو پنجشیر يانو او ستمیانو ویاند جوړ شوی دی ، انشالله طالبان به پاته کیږي او الله پاک دې قدرت او یووالی ورته ورکړي !

Karwan

عبدالواحد اڅکزيه،
ته يو دومره *** انسان راوختي، چه زه بايد درته ووايم، چه په شير دي لعنت شه دبولدک لغړيه! کاروان
ددي ليکني مسوليت زما په غاړه ده او نن ټکي اسيا ئي بايد نشر کړي، ځکه بعضي انسانان په نيمه نه پوهيږي. همدغسي رذيلانه تبليغات ول چه وطن ئي د تباهي کندي ته ورواچاوه. الله د دغه رذيلان تباه کړي.

ځیرک څارونکی

ههههه اڅکزی صاحب ما خو په تا ډیر حساب کاوه اما ته خو د دوستم ملګری راوختې چی کفارو ته هم شهید وایې هههههه پوهیږم چې حواس دې د لاسه ورکړی او په اوتو بوتو سر ئې هههههههه.

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x