شعـــــرونه

د ديدن تر خوږ بازاره قدمونه/ محصل

صابرجان محصل

د ديدن تر خوږ بازاره قدمونه
ګړندي مې کړل په لاره قدمونه

د هجران له تورې کندې څخه درومي
د اشنا تر دنګ دياره قدمونه

په ژوندون مو دغه نوې ارتقاء وه
چې ايستل مو له انګاره قدمونه

د ازغن ماښام مزل که ستړي ډير کړو
رسيدلي تر سهاره قدمونه

زما د دواړو سترګو توره تاته وايم
خطا نکړې له قطاره قدمونه

د صابر د غزل توري هيله مند دي
را اوچت کړه انتظاره قدمونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x