نظــر

د تیر حکومت سقوط او د طالبانو د بریا راز څه و؟

کفایت الله نافع

په ۲۰۰۱ م کال کې د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته، خلکو داسې ګومان کاوه چې ښايي نور افغان ولس د طالبانو او هغو کسانو مخونه ونه ګوري کوم چې مخکې واکمن و، خو ډیر وخت نه و تیر شوی چې یو ځل بیا دوی راښکاره شول خو له تیر څخه ځواکمن او پیاوړي.

خلکو تمه او باور درلود چې په ۲۰۰۱ م کال کې د طالبانو له سقوط وروسته او د نړۍ د زبر ځواک هیوادونو له شتون سره به یو پیاوړی او ډیموکراتیک حکومت د نړیوالې ټولنې په ملاتړ سره واک ته ورسیږي، مګر مسئله څه بل ډول شوه. په تیرو دوو لسیزو کې طالبان لا کمزوري نه شول بلکه، دوی لا پسې پیاوړي او د پاکستان سره د افغانستان په پولو کې یې خپل نفوذ ته دوام ورکړ.

طالبانو په وروستیو کلونو کې داسې پرمختګ وکړ چې د افغان حکومت لپاره یې د امنیت رامنځته کولو، خلکو ته خدمت کولو او د پرمختګ لپاره پلان کې خنډونه رامنځته کړل. د وخت په تیریدو سره، د طالبانو پر وړاندې جګړه په خرابیدونکې جګړې بدله شوه. په وروستيو کلونو کې، طالبانو خپله جنګي ستراتیژي بدله کړه او مخه یې ډله ییز/ تهاجمي بریدونو ته کړه.

اسلامي امارت، د امریکا د لومړنیو بریدونو ماتولو او د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د باور رامینځته کولو لپاره د پرمختګ یوه بنسټیزه وسیله وګرځیدله خو پوښتنه دا ده، چې ولې له ۲۰ کلنې جګړې وروسته، افغان حکومت د امریکا په مشرۍ او نړیوالو ځواکونو طالبانو ته خپله تګلاره بدله نه کړه؟ ولې افغان حکومت او نړیوال ایتلاف د طالبانو له ماتې وروسته د طالبانو ټولې سیمې ونه نیولې؟ دا چې ولې طالبانو ماتې ونه خوړه ؟ لاندې دلیلونه د تصور وړ دي:

د مرکزي حکومت ناتواني:
د افغانستان د موقت حکومت په لومړیو کلونو کې، که څه هم په هیواد کې د واک جوړښت رامینځته شوی و مګر د ذکر شويو دلایلو له مخې، دوی اجازه ورنکړه چې یو قوي

حکومت رامینځته شي ترڅو په رښتیني توګه د ملي حاکمیت ساتنه وکړي.
طالبانو سره په مبارزه کې د حکومت کمزوري / ناتواني د دوی د بیا راڅرګندیدو لامل شو. د کرزي په حکومت کې پراخ فساد نه یوازې د ناامنۍ لامل شو، بلکې د مرکزي حکومت د واک د کمیدو لامل هم شو او د طالبانو د بیا فعالیدو لپاره یې لاره هواره کړه.

په امنیتي چارو کې کمزوري، د داخلي فساد پر وړاندې نه مبارزه، او د مخدره توکو کښت او قاچاق د دې لامل شو، چې طالبان بیرته واک ترلاسه کړي. د نړیوال شفافیت سازمان راپور له مخې، ۵۹ سلنه افغانانو لږ تر لږه یو ځل پولیسو ته بډې / رشوت ورکړی دی، او د ۲۰۱۳ کال د یوې بلې نظر پوښتنې له مخې، په هرو څلورو افغانانو کې یو یې دا باور درلود، چې د هیواد پوځي مشران فاسد دي.

د ۲۰۱۵ کال په می میاشت کې، نیوز ویک راپور ورکړی و چې شاوخوا ۴۶۰۰۰۰ میله وسلې چې پنټاګون افغان امنیتي ځواکونو ته د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ورکړې وي ورکې او په طالبانو پلورل شوي دي.

د حکومت او د طالب بندیانو د خلاصون تر منځ بې قاعدې سوله:
د سولې هغه پلان، چې د افغان حکومت لخوا طرحه شوی و، له پیل څخه تر پایه پورې یې، د خبرو اترو او د سولې اصولو په اړه هیڅ منطقي اصول او مقررات نه درلودل، دغې ناوړه پروسې ملیونونه ډالر مصرف کړل، او پایله کې یې د طالبانو د پیاوړي کولو او له پولو څخه د هغوی د راوستلو پرته بل هیڅ نه و.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو متضاد اعلانونه:
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د وروستي مهال ویش اعلان، د نړیوالو ځواکونو او افغان ځواکونو په ګډ استخباراتي عملیاتو کې د پام وړ کموالی، او د بهرنيو ځواکونو له لوري افغان امنیتي ځواکونو ته د مرستو بندول او یا ترې مخ ګرځول هم طالبان وهڅول چې خپل منظم فعالیت ته دوام ورکړي.

له افغانستان څخه د امریکایي چارواکو متضادي څرګندونې بله بېلګه وه، چې د طالبانو مورال یې لوړ کړ. د متحده ایالاتو د دفاع پخواني وزیر «رابرټ ګیټس» او د ناټو د عمومي منشي «پیټرویس» له هغو څرګندونو وروسته چې د ۲۰۱۱ کال په جولای کې یې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو غوښتنه بیا تکرار کړه. له پیل څخه تر پایه پورې د متحده ایالاتو د وتلو خبرونو د طالبانو زړورتیا او غرور لاپسې پیاوړی کاوه.

د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو مشکوک فعالیت:
د نړیوالې ټولنې او د متحده ایالاتو په مشرۍ د تروریزم پر وړاندې د نړیوال ایتلاف مشکوک او دوه ګوني عملونه له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته د دې لامل شول، چې طالبان خپل تیر برم ته وګرځي، او خپل بايللی او له منځه تللی نظام بیرته ورغوي.

د افغانستان حکومت لپاره هغه وروستي خبرونه چې ګواګې طالبان ډیویډ کمپ ته رابلل شوي و ټکان ورکوونکی و، که دغسي څه پیښ شوی وای، نو دا به د طالبانو لپاره ترټولو لویه بریا وه او دوی ته به یې نه بدلیدونکی مشروعیت ورکړی و. له بلې خوا، د موږک او پیشو لوبه او د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون لاسلیک کول د طالبانو لپاره دومره ګټور و چې حتی پخپله طالبانو هم پدې باور کول د ځان لپاره سخت ګڼل. په حقیقت کې دا تړون د اسلامي امارت د بیا تاسیس او ژوندي کولو لپاره یو تضمین وه.

د پخوانۍ شمالي ټلوالې د مشرانو بې پلاني او بې تفاوتي:
د بن تړون وروسته، چې شمالي ټلوالې په کې خپل ځان لیده او په دوی متمرکز و، د شمالي ټلوالې مشرانو په پیل کې فکر کاوه چې داسې هیڅ ځواک شتون نه لري چې دوی د سیاست له ډګره لرې کړي او خپل ځان د سیاست اصلي وارثان وګڼې او د واک په ګدۍ کیني.

د همدې دلیل لپاره، د یوې نامعلومې لوبې سره، کرزی د نړۍ ډیپلوماتانو ته د افغانستان د راتلونکي مشر په توګه معرفي شو، او دوی د دې جوړجاړي هرکلی وکړ. دا ادعا په افغانستان کې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي جیمز ډوبینز په خپل کتاب “د طالبانو وروسته ملت جوړونې پروسه” کې کړې دي.

حامد کرزي د ۱۳۸۰ کال د مرغومي / جدي په لومړۍ نیټه د مجاهدینو د حکومت له مشر استاد برهان الدین رباني څخه په یوه رسمي مراسمو کې واک واخیست.
د افغانستان د اساسي قانون لویه جرګه په ۱۳۸۲ کال کې جوړه شوه او اساسي قانون په همدې کال کې د خلکو د استازو له خوا تصویب شو؛ په داسې حال کې چې، کرزي د مارشال قسیم فهیم په همکارۍ او د امریکایانو په مشوره او په بهر کې د افغان ټیکنوکراټانو لابي کولو سره، د افغانستان د معضل لپاره مناسب د ولسمشرۍ ریاستي نظام وړاندیز کړ، مګر د محمد یونس قانوني په مشرۍ یوې کوچنۍ ډلې، په صدارتي نظام / سیسټم ټینګار کاوه. بلاخره د ریاستي نظام لپاره رایه ډیره شوه، خو له ولسمشر څخه په کې زیات واک د ولسمشر مرستیالانو درلود، او واک د پخوانۍ شمالې ټلوالې لاسته ورغی.

په تاجکو او نورو لږکیو باندې د امریکا ترحده زیات باور:
د ۹/۱۱ په ماښام، کله چې تاجک افغانان، کوم چې د پخوانۍ شمالي ټلوالې سره تړلي ول، او یا د دغو مجرمینو سره يې مرسته کړې وه چې د بوش د ادارې په لور قدم واخلي، غوښتل يې چې دوه کارونه سرته ورسوي:

لومړی:
دا یوه موقعه وه چې پښتانه، د افغانستان اکثریت تشکیلوي، له منځه یوسي. د پخوانۍ شمالي ټلوالې دغه عناصر په ۱۹۹۶ کې د طالبانو په واسطه هله رانسکوره شول چې د افغانستان په تاریخ کې يي تر ټولو بې رحمه او وحشي اعمال سرته ورسول. پخوانۍ شمالي ټلوالې له جنګي مجرمینو او د بشري حقوقو له تیري کوونکو نه جوړه شوې وه. د پخوانۍ شمالي ټلوالې د دورې پرمهال سلګونه ښځې ورکې شوې.

دوهم:
دوی ته د اجیرانو په توګه د دوی د دندو وړاندې کولو سره پخوانۍ شمالي ټلوالې غوښتله چې د حالاتو نه په ګټې اخستنې سره د طالبانو نه وروسته کنټرول په خپل لاس کې واخلي. د ستر هوايي ځواک او د پرلپسې، پراخ او یوشان هوايي بمباریو سره سره، بیا هم پخوانۍ شمالي ټلوالې ونشو کولای چې د پلازمېنې کابل په ۱۵۰ کیلو مترې کې د طالبانو دفاع له منځه یوسي. له ۴۵ ورځني بمبار نه وروسته طالبانو پرېکړه وکړه چې کلیوالو سیمو ته په شا شي.

د پښتنې کلتور نه د امریکایانو ناخبري:
له پښتنې کلتور نه د امریکايي ځواکونو ناخبري یو بل فکټور دی چې په افغانستان کې د امریکا ماتې یقیني کوي. دوه منابح دي چې په کې دغه ناخبري د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې د پښتنو دښمني دوامداره کوي:

لومړی:
اوله ستونزه قبیلوي جوړښت او د قبیلو ترمنځ ګډ د فاعي تړاو دی. کله چې د یوې قبیلې یو تن د کوم چا له لوري وژل کیږي، قاتل نه تنها د مقتول د کورنۍ دښمني پرغاړه اخلي، بلکه د هغه کلي د ټولو اوسیدونکو دښمني يې غاړې ته لویږي. په همدې ډول، امریکايي پوځونو د کلو او قبیلو په سلګونو او زرګونو غړو د وژلو په خاطر هغوی د ځان دښمنان کړل.

دوهم:
دوهمه منبح د پښتونولۍ اصول او یا د پښتنو د درناوي قوانین دي. دا د انتقام اصول دي، کوم چې د قبیلوي تړاو له لارې له یو نه بل ته لیږدول کیږي. د یو پښتون پلار، ورور، زوی، خپلوان او کلیوال باید د خپلو خپلوانو د مرګ کسات واخلي. وايي چې یو پښتون سل کاله وروستو خپل بدل اخیستی وو، نو ویل يي:”ما تادي وکړه”. دا د دښمنۍ دوام ښيي.

پایله:
پورته یاد شوي فکټورونه د قتل او نفرت نمونې خلاصه کوي. دغه نمونې د امریکا او د هغه د متحدینو د دښنمۍ او نفرت د دوام سره مرسته کوي. ذکر شوي تیري/ظلمونه د امریکایي پوځونو په اعمالو کې رښتینولي ښيې. او د امریکا او ناټو په اتحاد کې د ستر وحشت او محکومیت نښې دي.

دغه ظلم او ستم طالبان او هغه کسان چې د امریکایانو او د دوی د متحدینو له لوري ځورول شوي وه اړ ایستل، چې د امریکا او په کابل کې د هغه نصب شوي رژیم سره وجنګیږي او بریا د ځان په ګټه تمامه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

زه د ټلوالې ملاتړ نه کوم، خو په موږ کې هم ځينې داسې کسان ول چې هډو سواد يې نه وو، خو وزارت ورته په قومي وېش کې وررسېدلی وو. د بېلګې په توګه د ښاغلي کرزي په وخت حاحي نعيم کوچې د قبايلو وزير وټاکل شو. چا وپوښته چې حاجي صاحب ته په وزارت څه کوې؟ ليک لوست دې ياد نه دی ان تر دې چې هغه لاسليک يې هم نه وو زده، نو هغه ورته په ځواب کې ويلي وو: منشي به ونيسم. له شک پرته چې ستونزې وې، خو دا ستونزې په طالب کې هم شته چې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x