افغانستاننړۍ

لسګونه زره افغانانو د هند الیکترونیکي ویزو ته غوښتنلیکونه جمع کړي؛ خو یو هم ویزه نه ده ترلاسه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۰ل): هندي رسنۍ وايي چې شاوخوا ۶۰زره افغان اتباعو د هند ایمرجنسي الیکترونیکي ویزو ته غوښتنلیکونه جمع کړي دي او تر  غور لاندې دي.

د هند حکومت د تېر رژیم د سقوط وروسته د افغانانو لپاره  الیکترونیکي عاجلې ویزې ‎ معرفي کړې؛ خو د دوی میاشتو په تېریدو سره یې هيڅ یو افغان تبعه ده دغه «عاجلې» ویزې ورنکړې.

د هند د  کورنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي انډیا ټوډی ورځپاڼې ته ویلي چې د هند حکومت د افغان اتباعو لپاره عاجلې الیکترونیکي ویزې معرفي کړي او  معرفي کیدو په لومړیو دوه ورځو کې دوی شاوخوا ۲۰زره د ویزو غوښتنې ترلاسه کړې.

دوی زیاته کړې چې ډير غوښتنلیکونه هغه افغان اتباعو ورکړي دي چې تازه ایران، ترکمنستان، ازبکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو ته تللي وو.

هندي چارواکي ادعا کوي چې ډیر افغانان غواړي په هند کې پناه واخلي او بیا له دې ځایه نورو هیوادونو ته ولاړ شي.

دوی وايي چې شاوخوا ۶۰زره غوښتنلیکونه تر غور لاندې دي، او د هند استخباراتي ادارو راپور ته منتظر دي او کله چې د هند استخبارات زرغون څراغ ورکړي دوی به يې په اړه وروستی تصمیم ونیسي.

د راپورونو له مخې په نورمال حالت کې امنیتي کلیرنس  ۳۰ ورځې وخت اخلي او که په دغه موده کې کومې ادارې اعتراض ونه کړ، غوښتونکي ته ویزه صادریږي.

د یادونې وړ ده چې که څه هم د هند حکومت افغان اتباعو ته د ویزو د ورکړې اعلان کړی دی خو تر دې دمه يې د افغان محصلینو په شمول هیچاته ویزه نه ده ورکړې.

د هند حکومت نه یواځې دا چې الیکترونیکي ویزې افغان اتباعو ته نه صادروي، بلکې ورسره يې ټولې هغه فزیکې ویزې هم باطلې اعلان کړې چې پخوا یې په کابل کې ویشلې وې.

حاضره سلګونه افغان محصلین  چې په هند کې يې حضوري زده کړې روانې دي، په افغانستان کې بند پاتې دي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x