افغانستان

افغانستان او ازبکستان په ګڼو برخو کې ګډ کاري ټیمونه رامنځته کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د رئیس الوزرا لومړي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ لوړ پوړي پلاوی ازبکستان ته د یو ورځينې سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو.

په نننۍ ناستو کې افغانستان او ازبکستان د لومړي وزیر مرستیالانو ‎په لارښوونه، د دواړو لوريو ترمنځ په ګڼو برخو کې ګډ کاري ټيمونه رامنځته کړل څو په اړوند موضوعاتو خبرې وکړي او خپلو مشرانو ته  د راتلونکو ګامونو لپاره لارنقشې وړاندې کړي.

د پریکړې له مخې افغان او ازبک ټيمونه به راتلونکو لسو ورځو کې  لارنقشې بشپړوي او د دواړو غاړو مشرانو ته به د پرېکړو لپاره  وړاندې کوي.

همدا راز په نننۍ ناسته کې د افغانستان-ازبکستان د دوه اړخيزې سوداګرۍ په پراختيا، افغان سوداګرو لپاره په ټرانزيټ کې اسانتياوې، روغتيايي سکتور کې همکاري، د سرخان-پلخمري ۵۰۰ کيلو وولټ برېښنا مزي او مزارشريف-کابل-پېښور رېل پټلۍ په باب هم خبرې وشوې.

د افغانستان رئیس الوزرا لومړی مرستیال په داسې حال کې ازبکستان ته سفر وکړ  چې  د تلې په ۱۵مه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له یو لوړ پوړي هیئت سره کابل ته راغلی و او له افغان لوري سره یې په ترانزیت، ريل پټلۍ او برښنا په تړاو خبرې کړې وې.

د نن ورځې په افغان پلاوي ‎کې د سوداګرۍ، اقتصاد، عامې روغتيا، هوانوردۍ، فواید عامه، لوړو زده کړو وزيران، د چارو ادارې لوی رئيس، د بهرنيو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، امنيتي سکتور او د ملي سوداګرو استازيو له رئیس الوزرا سره په سفر کې مل ول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

تکړه شی کینی ورته ملک کی مو پوره وهلی لخیره کم پاتی ده چی پاکستان ته تسلیم شی.

انوارالدین نور

السلام علیکم – یاره دا راپور خو اصلاح کئ، عکس د وزیر خارجه دئ او تللی ازبکستان ته دوهم مرستیال دئ خو تاسو اول لیکلی دئ. وایې نن ازبک مشران کابل ته راغلي وه او د لومړی مرستیال سره یې لیدلي وه.

طوطی

غوړ خبره ده داسی لږ ځانونه فعال وساتی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x