ورزش

د شل اوریز نړیوال جام سبا پېلیږي، دلته یې په اړه ولولئ!

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۰ل): د کرکټ شل اوریز نړیوال جام به سبا د یکشنبې په ورځ د عمان په العامرات لوبغالي کې د شاندارو پرانیستې مراسمو وروسته د عمان او پاپوا نیو ګینیا لوبډلو له لوبې سره پېل شي.

د شل اوریزو کرکټ نړیوال جام اووم پړاو لومړی د استرالیا په کوربه په ۲۰۲۰م کال کې ترسره کېدو خو د کرونا ویروس له کبله د هند سره تبادله شو، چې په هند کې هم د کووید-۱۹ ناروغۍ له کبله عمان او عربي اماراتو ته انتقال شو.

په شل اوریز نړیوال جام کې به لومړی د غوراوي پړاو ترسره شي چې ۸ لوبډلې په کې ګډون کوي، له دې څخه به د سوپر ۱۲ پړاو ته څلور مخکښ لوبډلې لار مومي. په لومړي پړاو کې د سریلانکا او بنګلادیش په ګډون، ایرلینډ، هالنډ، پاپوا نیو ګینیا، سکاټلینډ، عمان او نمبیبیا لوبډلې دي چې په خپلو منځو کې به ۱۲ لوبې ترسره کړي.

خو په دوهم پړاو کې چې دمخه یې اصلي پړاو ته لار موندلې، افغانستان، پاکستان، هندوستان، نیوزیلاند، استرالیا، ویسټ انډيز، انګلستان او نیوزیلاند لوبډلې دي، د دوهم پړاو سیالۍ به د اکتوبر په ۲۳مه نېټه پېل شي چې په ۲ ګروپونو به وویشل او د لومړي پړاو څلور لوبډلې به هم په کې شاملې وې، ددوی ترمنځ به د نیمه پایلوبو او پایلوبې سربېره ۳۴ لوبې ترسره شي.

افغانستان لوبډله به د اکتوبر په ۱۸مه او ۲۰مه د سویلي افریقا او ویسټ انډیز سره تمریناتي سیالۍ ترسره کوي، خو د نړیوال جام رسمي لوبه به د اکتوبر په ۲۵مه د غوراوي پړاو څخه غوره شوې لوبډلې سره ترسره کړي، دغه راز د اکتوبر په ۲۹مه به له پاکستان، په ۳۱مه د لومړي پړاو دوهمې غوره شوې لوبډلې سره او د نومبر په ۳مه او ۷مه له هند او نیوزیلاند سره خپلې سیالۍ ترسره کړي.

په شل اوریز نړیوال جام کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ټولې ۴۶ لوبې ترسره کیږي چې د عربي اماراتو په ابو ظبي، شارجه او دوبۍ لوبغالو، او د عمان په العامرات لوبغالي کې ترسره شي، د یاد جام پایلوبه به د نومبر په ۱۷مه نېټه په دوبۍ لوبغالي کې وشي.

د افغانستان د کرکټ لوبډلې تجربه لرونکي مشر محمد نبي هیله ښودلې چې په خپله به هم په نړیوال جام کې ښه لوبیږي او لوبډله به هم غوره کارکردګي ترسره کوي.

د شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان لوبډلې نوملړ په لاندې ډول دی:

محمد شهزاد، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، اصغر افغان، محمد نبي (لوبډلمشر)، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدران، کریم جنت، ګلبدین نائب، راشد خان، مجیب الرحمن ځدران، نوین الحق، فرید احمد ملک او حمید حسن شامل دي. ددوی سره څلور ساتونکي لوبغاړي، شرف الدین اشرف، سمیع الله شینواری، دولت ځدران او فضل حق فاروقي هم مل دي.

باید وویل شي چې تر دې دمه د نړیوال جام ګټونکې لوبډلې هندوستان، پاکستان، انګلستان، ویسټ انډیز او سریلانکا لوبډلې دي. ویسټ انډیز یوازینۍ لوبډله ده چې دغه جام یې دوه ځل خپل کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x