افغانستان

ملافاضل دښت لیلی ته تللی – ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۰ل): د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل د افغانستان شمال ته د سفر پر مهال دښت لیلی ته هم تللی دی.

هغه ویدیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده په کې لیدل کیږي چې د دفاع وزارت مرستیال ملافاضل او د سفر ملګري یې په دشت لیلی کې د وژل شوو کسانو د روح د مغفرت لپاره تلاوت کوي.

دښت لیلی د شبرغان ښار اړوند لویه دښته ده او د جنرال دوستم د ډله‌ییزو وژنو له کبله مشهوره شوې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ملافاضل او زرګونه طالب جنګیالي ۲۰ کاله وړاندې کله چې امریکايي ځواکونو د شمال ټلوالې سره یوځای په افغانستان برید وکړ د یوه تفاهم په نتیجه کې د شمال مشهور جنګسالار جنرال دوستم ته تسلیم شول.

خو جنرال دوستم د شوي تفاهم خلاف ملافاضل ژوندی امریکا ته وسپارلو او نور بندیان یې په کانتینرونو کې بند کړل.

د بشري حقونو ادارې وايي چې جنرال دوستم همدا راز شاوخوا ۳زره تسلیم شوي طالبان ژوندي په کانتینرونو کې بند کړل، نه یې ډوډۍ ورکړه نه اوبه چې له کبله يې ډير بندیان د اکسیجن نه شتون له کبله مړه شول او هغوی چې ژوندي پاتې ول پر ډزو ووژل شول.

تسلیم شوي طالبان وروسته په ډله‌ییزه بڼه په دښت لیلی کې خښ شول.

جنرال دوستم ته د تېر رژیم پر مهال اشرف غني مارشالي ورکړه او په وروستي ځل له مزارشریف څخه ازبکستان ته له مارشالۍ سره وتښتېد.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

لا اله الالله …. انا لله و انا الیه راجعون،،، تقبلهم الله زما له نظره په دغه دښته کې موټر زغلول او له بوټانو سره ګرزېدل د مظلومو شهیدانو د پاکو ارواحو بې حرمتي ده، د یادې دښتې هغه برخه چې پکې شهیدان پراته دي د سیم یا دیوال په بڼه باید محصور او خوندي کړل شي،،، د سقاویانو په وخت کې زما نیکه په شمال کې تری تم ورک شوی دی،، په همدې شمال د لیلې دښته کې زمونږ د کورنی د دریو ځوانانو غږ تر ننه خپ شو ،،، تقبلهم الله نه پوهېژم هغه به کوم تدابیر وي… نور لوستل »

طوطی

الله دی ټول مغفرت کړی. د بی وسلو او کم تجربه ځوانان لیږد د شمال په طرف زه فکر کول یو قصدی پروګرام وو. هیڅ څوک داسی بی منطقه او بی پلانه تصمیم ننسی. هر چا چی دا قومانده ورکړی وی باید محاکمه شی.

Karwan

طوطي ، تا بايد ويلي وايي، هغه چا چه دا مظلوم بي وسلي او تسليم شوي څوانان په ډيره بي رحمي او ناځواني سره شهيدان کړل، دهغوي قاتلين بايد چه په داروڅړول شي!
اما دلته دهم ددوستم او عطا نور نوم ندي اخيستي! او دغه دطوطي لپاره ډير پاک شخصيتونه دي او اوس هم دپروپاګندي لپاره پيسي درکوي! کاروان

خوګياڼي

بايد د افغانستان د اسلامي امارت چارواکي د دښتې ليلى د شهيدانو د تسليمېدو نه وروسته ټول وژنې په تړاو ګلمجم دوستم د ترکیې نه راوستل شي او محاکمه شي. مننه

عبدالله مجید وردک

غوربندی صاحبه : د لیلی دخته خو لیلا شوه چی مجنون ورغی شهدا ژوندی دی ، مره یی مه گنه دا زما د رب دلاسا محترمه وروره ریختیا هم قصاص د زره سکون پیدا کوی ، رسول الله ( ص ) د غدر کوونکو د پاره عفوه نده کری ! پوره تحقیق باید وشی ، زمونگ د وطن ملی خاینین ، غداران او قاتلین باید محاکمه شی ، که ژوندی وی ، او که نه قبرونه یی محاکمه شی ، که دی ازبک وی که تاجک که پختون که هزاره ، او انشاالله وخت به یی دیر لیری نه وی… نور لوستل »

ملا جانان

وردګه وروره پښتو دي په پاړسي رسم الخط لیکلې ده. ښ دي پلار در وژلی دی او که مور چي داسي دي ورسره ورانه ده

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x