شعـــــرونه

اوس مهال نسته محمود او سنجري/ همت

عبدالمالک همت

اوس مهال نسته محمود او سنجري
که نه ډېر دي عنصري او انوري

چي په خلاص مټ د عطا ممدوح مونده سي
هر سړی به سي لګيا په شاعري

خريدار نسته د شعر په بازار کې
که نه هر يو لټوي يې مشتري

ډېر دي هغه چې د وخت له مجبوريته
نه ليکي خوشي شعرونه بازاري

دا چې نه وايي د خال او خط غزلې
د اوس وخت ښکلي يې نه کوي ياري

ځکه اوس هريو نا لوستی شعر وايي
ناپوهان پر آفرين، واه، واه لري

چې د شعر تود بازار داسې کساد سو
نو اخته په دې هنر سو هر غبي

ومجبوره ته مه وايه چي غښتليه
که نه ښه ده د بيري او ياوري

وي په سلو کې به دوه چې ومونده سي
چې رښتيا کړي له دې چارو بې زاري

خو رښتين شاعران بس همدغه دوه دي
دوی بيا دي په خپله دنده کې زمري

خو ته ای «همته» بس نور پټه خوله سه
سره پرېږده نور ځوانان او شاعري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx