افغانستان

د افغانستان پخوانی صدراعظم انجنیراحمدشاه احمدزی ومړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان پخوانی صدراعظم او جهادي مشر انجنیر احمدشاه احمدزی نن یکشنبه مړ شوی دی.

د هغه کورنۍ وايي چې نوموړی له تېرو دوه میاشتو راهیسې سخت مریض او تر تداوۍ لاندې و.

انجنیر احمدشاه احمدزي د شوروي يرغل وړاندې  د کابل پوهنتون انجينري پوهنځي څخه لسانس او د امریکا کلوروډا پوهنتون څخه یې انجنیري کې ماستري کړې وه.

هغه څو کلونه د سعودي عربستان په ملک فیصل پوهنتون کې استاد هم و.

پر افغانستان د شوروي يرغل وروسته يې جهادي فعالیتونه پيل کړ او لومړی يې د استاد برهان الدين رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامي ګوند د مرستيال په توګه او له څو کاله ځنډ وروسته يې د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ اتحاد اسلامي کې د مرستيال په توګه کار وکړ.

هغه د مجاهدينو د حکومت پر مهال د عبوري حکومت صدر اعظم او کورنيو چارو وزير و.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

انا لله و انا الیه راجعون الله پاک یی د وبخشی. د اشفال کومک یی ونکړ.

فدامحمد نومير

انالله وانااليه راجعون ط
الله جل جلاله دې انجنير صاحب احمدشاه احمدزي ته جنت الفردوس ورپه برخه کړي ، هغه تور دخاورو کور دې په الهي نور سره منور وي . د کورنۍ غړو ته يې صبرجميل او اجر جزيل غواړم .
ا

عبدالله مجید وردک

مونگ نولس کسه محصلین د حنفی مذهب په جرم ، چی د زرگونو مهاجرینو له امتحانه صرف ۵۲ انتخاب شوی وو او د شرمیدلی عبوری حکومت په پیخور کی جور شوی وو ، ددی احمد شاه له خوا د یو نیم کال تحصیل سخه وروسته ، اخراج کرل شوو ، او زمونگ نولس کسو محصلینو چی د کمپیوتر ساینس او پروگرامنگ گمپیوتر په رشتو کی مو تحصیل کاوه بی بهری او ده وهابی او سیاف رزیل د تول عمر له پاره زمونگ شیری له زانه سره ویوری ،

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x