
کابل ښار کې بیروبار چا جوړ کړی؟
امین وردګ
معمولاً د لویو ښارونو په ځینو برخو کې ګڼه ګوڼه خامخا وي، چې دا یوه طبیعي معضله ده، خو بعضې وختونه بیا (د ښې حکومتولۍ د نشتون په صورت کې) ښاري ګڼه ګوڼه یا بیروبار مافیاوي کړۍ هم جوړوي، چې دا یو روڼ حقیقت دی.
د تېر اشغال پر مهال په کابل کې ګڼه ګوڼه مافیا رامنځته کړې وه او لاندې کارونه به یې مخته پکې وړل:
۱ – د حوزې باج: د ورځې په یوه ګاډۍ باندې به له شلو څخه تر پنځوسو افغانیو مافیاوي قلنګ و، بیا به نو تر ماښامه ګاډیوان ته اجازه وه؛ چې ګاډۍ یې هر ځای درولای؛ خو چا به چې حوزې والا ته (تر ټاکل شوي معیار)څخه زیاتې پیسې ورکړې، نو هغه ظالم ته به بیا د دې ظالمې حوزې له خوا پوره اجازه وه، چې خپله سودا آن د لوی سرک پر دا منځ باندې لا خرڅه کړي او که به دغه کس ته کوم چا لږه تُنده وکړه، نو د حوزې عسکر به یې نېغ مخې ته ودرېد او ورته ویل به یې: (بان او بیدر! که یک لقمه نان خده پیدا کنه بیچاره ، مجبور است! کاربار نیست! خی چي کار کنه وکجا بره؟ برو بیدر برو ! که آلې تو ام آمدی و اینجا آمر حوزه شده ایی) او چې قلنګ به یې نه ورکاوه، د هغه نیکه لا بېغمه سودا نشوای ترې خرڅولای، خامخا به یې لغتې ورکولې او یا به یې سودا ورته پاشله.
۲- د فحاشۍ او ترور فضا: په ګڼه ګوڼه کې هم عیاشي او فحاشي ښه کيږي، هم هدفي وژنې او تروریستي بریدونه.
هو! جنسي تماسونه خو په بیر بار کې ښه ترسره کیږي ؛ یعنې ګڼه ګوڼه او ټېل مټېل د نجونو + هلکانو لپاره د مزو او مېلو داسې ځای دی لکه د واده شپه!
۳- د کیسه بورۍ فضا: په بیر و بار کې د ځینو خلکو واسکټونه، یا بغلي جیبونه آن شاته لا پاتې شي او دی مخته ووځي، نو په دغې (زماني) مقطع کې؛ کسیه بور لالا، یا جیب وهوونکی ښه آسوده خپله غریبي؟! کولای شي.
۴- نمائشي امنیت: طبیعي ده! چې چېرې امنیت حاکم وي، هلته ګڼه ګوڼه هم زیاته وي او چېرې چې ترس، یا ډار وي، هلته بیا خلک کم تر سترګو کیږي، نو دا هم د پخواني اشغال پر مهال یوه نمائشي موضع وه! چې ګنې ښار میشتي وګړي له حکومت څخه راضي دي، امنیت تأمین او ژوند سوله يیز دی.
همدا راز! نور ګڼ بُعدونه هم لري، لکه د تېلو زیات سوخت او ورسره د فضاء ککړتیا، د موټرو ټکرې او داسې نور…
یعنې د تاجرانو، ډاکټرانو، ترافیکو، پرزه پلورونکو او کوپيکشو به سم کاربار پکې جوړ وي! ځکه چې د دوی خو رزق د نورو په غمونو او دردونو کې نغښتی؛ ترافیک او کوپي کش له خدایه ټکر غواړي او ډاکټران مرض او مریض.
مګر اوسنی بیروبار بیا تر پخواني هم اوښتی! هلته خو به عسکرو کومه لغته مغته واروله او بل دا چې؛ پرته له هغه یوه شلګون څخه به یې -کله نورې هم ترې شکولې؛ ګواکې یو څه ډار به و، خو اوس چې د سپین لښکر حوزیي ملګري بیخي نرم شوي او هېڅ هم نه ورته وایي، نو دوی (له آرامې موقع څخه په استفادې سره) د سرک هغه لږه ژۍ یا څنډه هم تړلې ده.
په ساعتونو ساعتونو به موټر چالان ولاړ وي او هېڅوک نشته چې د دغې مافیاوي شومې نقشې مخه ونیسي.
دومره څوک نشته چې لاره خوشې کړي.
فکر وکړئ! چا ګټه وکړه؟
مافیا! (کیسه بورانو او زنا کارانو)
که سپین لښکر متوجه او لږ جدي نه شي، زیان به یې تر ګټې واوړي.
تاسو به نو اوس خامخا دا سوال راباندې کوئ چې: نو دا غریبان څه وکړي او چېرې لاړ شي؟
باید حکومت یو مشخص ځای ورکړي، تر څو هلته خپلې سوداوې خرڅې کړي!
ځواب: موقتاً کولای شي چې د حوزو ملګري ګاډیانې د کانال پر سر ودروي، څو چې د لومړۍ حوزې په مربوطه ساحه کې د ښار جوړونې وزارت زما هغه طرحه عملي کړي؛ چې له امله به یې د کابل ښار له پل آرتن څخه، بیا تر پل محمود خان پورې (لومړۍ جوپه) د سند سر (د یوه آزاد او داوطلبانه خصوصي سکتور له لارې) وپوښي او بیا جوړوونکو شرکتونو او تاجرانو ته د لسو (یا کمو زیاتو) کالونو لپاره په اجاره ورکړل شي؛ دا کار به څلور ګټې وکړي!
۱- ښار به پاک او کراچیو ته به ځای پیدا شي.
۲- ملي تاجران او شخصي شرکتونه به تشویق شي.
۳- ملی شتمني او بیت المال به تقویه شي.
۴- خلکو ته به کار پیدا شي.
پاسنۍ طرحه زه جوړوم او بیا یې شهرسازۍ وزارت ته سپارم ان شاءالله، امید لرم چې دغه ستر خدمت الله رانه واخلي او په کابل ښار کې د یوه ستر عائداتي مارکېټ اساس کېږدم.
نوټ: پاسنۍ طرحه جوړوم او بیا یې له تاسو سره هم شریکوم ان شاءالله.
د یوه پاک، امن او زړه راښکونکي کابل جان په هیله!
غواړی چی سیند په کثافت دانی بدل کړی که څنګه؟ خیر ته دا طرح شریکه کړه چی مونږ وګورو چی ته څه ملغلری کرئ.
ښې تجربې مو لوڅې کړې دي وردګ صاحب،،، ماته بیخي نوې وه چې د واده شپې په ازدحام کې د نجونو او هلکانو په ټېل ماټېل کې میره وي !
جناب وردک صاحب له تحلیل څخه دې مننه وروره څه چې تاسو لیکلي ټول حقیقت وو او حقیقت دی خو تاسو چې کوم د حل لاره وړاندې کړې د هغې په هکله غواړم یو څه ووایم او هغه داچې جناب وردک صاحب که د سیند د پاسه همدلته ورته غرفی او یا نورې ودانی جوړې شي نو د ښار دغه برخه به نوره هم ګڼه ګوڼه خپل کړي حال داچې د ښار د غه سیمه د د غې اوسنی ګڼې ګوڼې توان نلري نو غوره به داوي زما په نظر چې جناب وردک صاحب د کابل ښار په ټولو دروازو… نور لوستل »