روغتیا

روسیه کې په یوه ورځ د کرونا له کبله په لومړي ځل له ۱۰۰۰ زیات کسان مړه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۰ل): روسیه کې د کووید-۱۹ ناروغۍ له پېله په لومړي ځل له دغې ناروغۍ څخه پرلپسې د دویمې ورځې لپاره شاوخوا ۱۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

د روسیې روغتیا وزارت وایي چې د شنبې په ورځ دغه هېواد کې له ۳۳ زره زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۰۰۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

روسیه له لومړنیو هېوادونو څخه دی چې د کووید-۱۹ ناروغۍ پر ضد یې د کرونا واکسین چمتو کړل، خو په یو شمېر هېوادونو کې له تطبیقېدو وروسته لا هم دغه واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له لوري نه دي تایید شوي.

د جمعې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د روسیې سپوتنیک وي واکسینو وروستی وړاندیز هم رد کړ چې دغه واکسین په رسمیت وپيژني، یاد سازمان ادعا کوي چې روسي واکسین ددوی شروط نه دي پوره کړي.

په روسیه کې د کرونا پر ضد محدودیتونه کم شوي او دغه حکومت غواړي اقتصادي فعالیتونه روان وساتي، همدا لامل دی چې لا هم کرونا ویروس په چټکۍ خپریږي.

تر دې دمه روسیه کې له ۲۲۲ زره خلکو زیات کسان د کووید-۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي چې دا په اروپا او اسیا کې تر ټولو ډیر شمېر بلل کیږي.

د راپورونو له مخې په روسیه کې خلک د کرونا ضد واکسینو لپاره خپلې خوښې ته پریښودل شوي، چې پر واکسینو د خلکو بې باوري ددې لامل شوې چې تر دې دمه یوازې د روسیې دریمه برخو خلکو لومړنی دوز واکسین تطبیق کړي دي.

روسیه پرځای ددې چې پر خلکو محدودیتونه وضع کړي، ټوله توجه د واکسین لپاره د خلکو پر بې غورۍ ورټوله ده، په دې تړاو د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف ویلي، «په داسې حال کې چې د ناروغانو شمېر ډیریږي، دا اړینه ده چې خلکو ته د واکسین په اړه عامه پوهاوی وشي، د خلکو بې غوري د وژنې د ډیروالي لامل شوې ده».

د روسیې حکومت وایي چې د کرونا پېښو ډیروالی او د مړینو شمېر پر روغتیایي سکتور فشار نه دی راوړی او کولای شي لا هم د درملنې چارې سمبال کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx