روغتیانړۍ

حرم شریف کې د کرونا له کبله وضع شوي محدودیتونه ختم شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۰ل): دوه کاله وړاندې په یوه نه اټکل کېدونکې او تاریخي پېښه کې د سعودي حکومت د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په خاطر د حرم شریف صحن د عبادت کونکو پرمخ وتړه.

که څه هم د کرونا پېښو په کموالي وروسته د حرم شریف صحن د لمونځ کونکو پرمخ پرانېستل شو خو ورسره یو شمېر محدودیتونه هم وضع شوي وو، چې تېره ورځ د سعودي چارواکو دغه وضعیتونه بشپړ ختم کړل.

له دې وړاندې د سعودي له لوري د کرونا واکسین لګونکو پرمخ د حرم شریف او مسجد نبوي دورازې پرته له کوم خنډ او ځنډ پرانیستې وې.

د حرم شریف د انتظامیې له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د مسجد صحن په صفونو کې د لمونځ کونکو ترمنځ د ټولنیز واټن خالیګا ختمه شوه او هغه نښې او پوسټرونه چې دوی لګولي وو، لرې کړې دي، دغه راز یې ټولنې داخلي او بهرني لارې هم پرانیستې دي.

په حرم شریف کې نن د یکشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۷مه له نږدې دوه کلن ځنډ وروسته د سهار لمونځ پرته له وضعیتونو او ټولنیز واټن ساتلو ترسره شو، چې د حرمین مسئولینو پر خپله ټویټر پاڼه ددې یوه ویدیو هم خپره کړې ده.

د سعودي حکومت په ۲۰۲۰م کال کې د کووید-۱۹ ناروغۍ مخنیوي لپاره د بهر څخه په ورتلونکو د حج او عمرې ادا کولو بندیز ولګاوه، دغه راز یې د داخلي اتباعو تعداد هم محدود کړ. همدا راز یې د تېر کال په رمضان میاشت کې د اعتکاف د ځنډولو اعلان هم کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x