افغانستان

حفيظ الله کرزی: د حشمت کرزي د وژنې پلان په ډير مهارت ترتیب شوی و

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۹مه، ۱۳۹۳ل): د ولسمشر کرزي تره حفيظ الله کرزی وايي، چې د حشمت کرزي د وژلو پلان په ډير مهارت سره ترتیب شوی و، ځکه د نوموړي امنیتي تدابیر د هوايي ډګر په څېر سخت و.

حفیظ الله کرزي د امریکا غږ اشنا رادیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې حشمت کرزي وژنه سیاسي ده او دی فکر نه کوي چې طالبانو به نوموړی وژلی وي.

ده زیاته کړې چې د طالبانو له لوري نوموړي ته کوم ګواښ متوجه نه و.

طالبانو هم د حشمت کرزي د وژنې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د حفیظ الله کرزي په وینا د دوی کورنۍ ځانګړی مشر نلري او د کرزيانو کورنۍ د سياسي شخړو ښکار ده او دوی بايد د يو ځانګړي مشر په ټاکلو جدي غور او هڅې وکړي.

ښاغلی کرزی وايي چې داسې څوک نه ویني چې د حشمت کرزي خلا دې ډکه کړي.

حفيظ الله کرزی زیاتوي، چې د حشمت وژنه د نورو سياسي قتلونو پيلامه ده او تر څو چې په دې اړه بشپړې پلټنې نه وي شوي؛ دی نشي کولای، چې د حشمت د وژلو تور پر کوم ځانګړي جهت او ډلې ولګوي.

کرزي په دغه مرکه کې ویلي چې د دوی کورنۍ له سياسي پلوه يوه ويشل شوې کورنۍ ده او يو ځانګړی معتمد مشر نلري، چې ټول پرې راټول شي.

کرزي د خپلې کورنۍ له ټولو غړو وغوښتل، چې د يو ځانګړي مشر په ټاکلو جدي غور وکړي، تر څو يې کورنۍ له سياسي زواله وژغورل شي.

د یادونې وړ ده چې حشمت کرزی د اختر په ۲مه په یوه برید کې په خپل کور کې ووژل شو.

که څه هم ددغه برید ګوته کوم مشخص کس ته نه نیول کیږي خو د کرز اوسېدونکي وايي چې د دغې وژنې ريښې ډير پخوانۍ دي.

دوی دغه وژنه د کرزي د بل تره زوی یار محمد کرزي او د ده د زوی وحید کرزي د وژنې بدل بولي، چې په وینا یې حشمت کرزي وژلي.

همدا راز داسې هم ویل کیږي چې د حشمت کرزي چې په دې وروستیو کې یې په کندهار کې د نفوذ ساحه ورځ تر بلې په پراخېدو وه، په ځانګړي ډول له هغې وروسته چې ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې بریالی اعلان شو. حشمت کرزي دغې بریا پورې خورا زیات توقعات تړلي وه.

د نوموړي له دغه نفوذه په کندهار کې په واک کې کړۍ په ویره کې وې او خصوصا هغوی چې له حشمت غني سره یې له پخوا د خولې خوند خراب شوی و، لکه د کندهار امنیه قومندان او نور دولتي چاروکي چې د کرزي او عبدالله عبدالله پلویان دي.

د شننونکو په اند که څه هم چارواکي په خپل ټول وس کوښښ کوي چې دا ستره پېښه د دولت په مخالفینو طالبانو پسې وتړي خو د کرزي کورنۍ د دې قتل انګیزه او لامل سیاسي بولي او دا د خپلې کورنۍ او د هغوی د سیاسي راتلونکي لپاره ستر ګواښ بولي چې باید پوره څېړنې یې وشي او عاملین یې رسوا شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x