ورزش

«محمد صلاح اوسمهال د نړۍ غوره لوبغاړی دی او ټول لوبغالی یې مشاهده کوي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۰ل): د لیورپول لوبډلې روزونکی جورګن کلوپ د نامتو لوبغاړي محمد صلاح په ستاینه کې وایي چې هغه اوسمهال د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی دی او لوبغالی د نوموړي د غوره کارکردګۍ مشاهده کوي.

محمد صلاح تېره ورځ د واټفورد لوبډلې پر وړاندې په انفرادي مهارت سره په زړه پورې ګول وکړ، دغه راز یې یو غوره ګول پاس هم وکړ چې لیدونکي یې حیران کړل.

لیورپول لوبډلې په دغه لوبه کې واټفورد لوبډلې ته د ۵ په مقابل کې په صفر ماتې ورکړه، په دغه لوبه کې برازیلي روبیرتو فرمینو د ګولونو هیټریک راوړ، خو تر ټولو زړه راښکونکې د محمد صلاح له لوري په زړه پورې ګول و.

هغه له دې وړاندې د مانچسټر سیټي لوبډلې پر وړاندې هم په انفرادي مهارت زړه راښکونکی ګول کړی و.

د لیورپول روزونکي جورګن کلوپ په یوه تلویزوني مرکه کې د محمد صلاح په اړه وویل، «له هغه څوک ښه دی؟ موږ باید د میسي او رونالډو په اړه وغږیږو چې په فوټبال د هغوی بشپړ کنترول دی، مګر اوسمهال زما لپاره محمد صلاح غوره دی».

هغه زیاته کړ، «په ټوله لوبه کې د صلاح فعالیت په زړه پورې و، د هغه ګول او ګول پاس زړه راښکونکي وو چې یوازې په استثنایي حالاتو کې پېښیدلی شي، هغه په سر کې دی او موږ ټول یې ګورو».

د لیورپول روزونکی چې پخوا یې لیونل میسي تر ټولو د خوښې او د نړۍ غوره لوبغاړی ګڼه، اوس محمد صلاح له هر بل لوبغاړي وړاندې ګڼي.

۲۹ کلن محمد صلاح په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، «هر کله چې زه د ګول سره نږدې ساحه کې یم هڅه کوم توپ یوه همکار ته ورکړم تر څو ګول ووهي او یا د خپل ځان لپاره فرصت ګورم چې ګول وکړم».

مصری محمد صلاح د انګلستان پریمیئر لیګ په ۲۰۲۱م پړاو کې تر ټولو مخکې دی چې تر دې دمه یې ۷ ګولونه راوړي دي، په دې سره یې په یاد لیګ کې د ګولونو مجموعه ۱۰۴ ته پورته شوه.

محمد صلاح په ۲۰۱۸م کال کې د انګلستان پریمیئر لیګ غوره لوبغاړی نومول شوی و او لوبډله یې د چمپينز لیګ پایلوبې ته رسولې وه، خو د ریال مدرید پر وړاندې پایلوبه کې سخت ټپي شو او له لوبې بهر شو چې لیورپول په دغه لوبه کې ماتې ومنله او اتلولي یې لا لاسه ورکړه. دغه راز د نوموړي په مرسته لیورپول لوبډلې د ۲۰۱۹م کال د اروپا اتلانو لیګ اتلولي وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x