افغانستان

په پنځو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي تر ۱۲ ټولګي پورې پرانیستل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۰ل): له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیواله اداره (یونیسیف) وايي، افغان حکومت د هېواد په شمال، شمال ختیځ او سویل لویدیځو پنځو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې پرانیستلي دي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې د یونیسف د اجرائيوي مرستیال عمر عبدي چې تیره اونۍ کابل ته سفر کړی ؤ، د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په پنځو(ارزګان، بلخ، سمنګان، جوزجان او کندوز) ولایاتو کې نجونو ته اجازه ورکړې چې تر دولسم ټولګي پورې ښوونځیو ته ولاړې شي.

نوموړی زیاتوي، د افغانستان د پوهنې وزیر راته ویلي، چې په داسې یوې تګلارې کار کوو ترڅو ټولې نجونې وکولای شي له شپږم ټولګي څخه پورته هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، دغه کړنلاره به له یوې تر دوو میاشتو پورې چمتو شي.

که څه هم د افغانستان د پوهنې وزارت د یونیسیف ددې څرګندونو په هکله څه ویلي نه دي؛ خو تردې وړاندې یې د نجونو لپاره په ډاډمنه فضاء کې د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو په تګلارې د کار کولو خبر ورکړی وو.

د پوهنې وزارت ویلي ؤ، چې د اسلامي اصولو له مخې به نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلکانو د ښوونځیو له پرانیستلو څخه ۲۸ ورځې په تیرېدو دي؛ خو په ټول هېواد کې په تدریج سره د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لړۍ دوام لري، مګر ځینې سازمانونه او خلک بیا ددې بهیر چټکتیا غواړي.

څو ورځې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان هم له اسلامي امارت نه غوښتنه کړې وه، چې په عاجله توګه دې نجونو ته اجازه ورکړي ترڅو ښوونځیو ته ولاړې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x