نظــر

د لیلې دښته او ملا فاضل

حفيظ الدين پيرزاده

په خواله رسنیو کې مې یوہ ویډیو ولیدہ، ملا فاضل اخوند د لیلې دښته کې د ھغو مجاھدینو ارواو ته دعا کوي چې شل کاله پخوا د یوہ تفاھم په نتیجه کې دوستم ته د نړ‎یوال ضمانت او امریکا په منځگړ‎یتوب تسلیم شوي و!
دوستم ھغه مجاھدین چې تعداد یې د درې زرہ کسانو په شاوخوا کې و، په کانتینرونو کې بند کړ‎ل؛
ھغه مھال نه سور صلیب راغی، نه د عفوې نړ‎یوال سازمان مداخله وکړ‎ہ، نه د بشر حقوقخیلو اعتراض وکړ‎ او نه………..

یو شاعر وایي:
ټوله نړ‎یواله ورورولي ھلته موجودہ وہ
چیغې کړ‎ې بندیانو کانتینر کې چې ھوا نشته

تسلیم شوي مجاھدین څه د آکسیجن د کمښت له امله په شھادت ورسیدل او پاته یې دوستمیانو په گولیو وویشتل!
د امریکې په دې ھم زړ‎ہ یخ نه شو، رمز فیلډ د امریکا د ھغه مھال دفاع وزیر دوستم ته د وژل شویو کسانو د سوځولو امر وکړ‎! دوستم څه وسوځول او پر پاته جسدونو یې خاورې واړ‎ولې!
ملا فاضل یې د جنگي مجرم په توگه امریکې ته وسپارلو خو د نړ‎ۍ ھیڅ حقوق پوہ له امریکې څخه په نړ‎یوالو قوانینو کې د جنگي مجرم د تعریف پوښتنه و نه کړ‎ای شوہ!!!
پخپله خاورہ، له خپلو خلکو او خپل دولت څخه دفاع د قانون په کوم کتاب کې جنگي جرم دی؟!!
آیا ملا فاضل او ملگریو یې پر بل ھیواد تجاوز کړ‎ی و او ھلته اسیر شوی و؟!!!

ما ویډیو لیدله او پر ژبه مې دا مبارک آیت جاري و:

ۚ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَاءَ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ. سورة آل عمران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x