ورزش

شکیب الحسن په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۰ل): د بنګلادیش کرکټ لوبډلې نامتو لوبغاړی شکیب الحسن په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې تر ټولو ډیرې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو.

شکیب الحسن د شل اوریز نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې د سکاټلینډ لوبډلې پر وړاندې ۲ ویکټې واخیستې چې د لاست ملینګا ۱۰۷ ویکټو ریکارډ یې وروسته پریښود.

شکیب الحسن اوسمهال په ۸۹ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۱۰۸ ویکټې اخیستې دي. هغه دغه راز یوازینی لوبغاړی دی چې په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د ۱۰۰ ویکټو ترڅنګ ‍۱۰۰۰ منډې هم جوړې کړې دي.

په دغه لیست کې د افغانستان راشد خان په پنځم مقام دی چې ۹۵ ویکټې اخیستې دي.

د بنګلادیش لوبډلې پخوانی لوبډلمشر په تېره نږدې کې په شل اوریزو لوبو کې محمد نبي وروسته پریښود او د نړۍ تر ټولو غوره آلراونډر وټاکل شو، هغه دغه راز په یو ورځنیو لوبو کې هم لومړی مقام خپل کړی دی.

شکیب الحسن چې د آلراونډر په حیث لوبیږي، سږکال جولای میاشت کې په یو ورځنیو لوبو کې د بنګلادیش تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو، نوموړي د مشرفي مرتضی د ۲۶۹ ویکټو ریکارډ مات کړ، هغه په ټيسټ کې هم د بنګلادیش زیاتې ویکټې اخیستونکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x