نظــر

د کرنې او غذايي توکو نړيوال سازمان

پوهاند  محمد بشیر دودیال

د اکتوبر شپاړلسمه چې د تلې د میاشتې ۲۴مې سره برابره ده، د خوراک د نړیوالې ورځې په توګه د کرنې او غذايي توکو نړيوال سازمان (FAO) له خوا په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږی. دغه لمانځنه یواځې څه تشریفات او له تفُنن ډکې خبرې ندي، بلکې د آينده تصامیمو لپاره په علمي چلند بیلګې سره تګ دی، دا د ټول بشریت لپاره یو څو مهم پیغامونه او بیا د نړۍ ټولو وګړو؛ په تیره بیا د بیوزلو هیوادو او بیوزله خلکو لپاره د تدابیرو او د دوی د ستونزو کمښت ته هم فکر کول او په دې اړه پریکړې کول دي. له نېکه مرغه افغانستان (FAO) سره له کلونو کلونو ښې اړیکې لري او دغه ورځ تل په افغانستان کې لمانځل شوې ده او لمانځل کیږي.

سږکال ځکه دا ورځ موږ ته لا زیاته مهمه ده چې د بیوزلۍ کرښه د نفوسو له نیمایي زیاته برخه احاطه کوي. د دې معنا داده چې غذایي مصئونیت یا د خوراک خوندیتوب، چې د څلورو (د کافي والي، مغذي والي، اجتماعي والي او له رواني پلوه د ډاډه والي) ابعادو لرونکی دی، افغانستان کې نه لیدل کیږي.

دا سازمان په حقيقت کې د ملتونو د پخوانۍ له منځه تللې ټولنې چې اوسنی UN یې ځای ناستی شو، اړوند د(کرنې نړيوالې مؤسسې) ځايناستي ګڼل کېږي. نو راځئ لږ یې له تاریخي پلوه وګورو، بیا به یې اوسنی  تشکل او اهداف مطالعه کړو:

د کرنې نړيواله مؤسسه د ملتونو د ټولنې (د ملتونو ټولنه د لومړۍ نړيوالې جګړې له پای ته رسيدو وروسته په نړۍ کې د سولې د ټينګښت او يو شمير نړيوالو درنو مسئوليتونو د منلو په موخه جوړه شوې وه، خو خپل ماموريت کې ډيره بريالۍ نه وه، چې وروسته د دوهمې نړيوالې جګړې څخه يې د ملګرو ملتونو سازمان/م.م. یا UN پر ځای جوړ شو) د فعاليت پر مهال، جوړه او د کار او روغتيا له نړيوالو سازمانونو سره يې د اطلاعاتو په راکړه ورکړه کې نږدې همکاري لرله. دغې مؤسسې د ونو-بوټو په ساتنه او وده کې هم اغيزمنې هڅې ترسره کړې وې، خو د خوراکي توکو او کرنې سازمان (Food and Agriculture Organization) له جوړيدا وروسته، له نوموړې مؤسسې څخه د اروپا د سيمه ييز دفتر په توګه کار واخيستل شو، چې بالاخره په ۱۹۴۸م. کال کې په رسمي توګه ړنګه او مسؤليت يې نننۍ FAO ته وسپارل شو.

د FAO د تأسيس طرحه په لومړي ځل د ۱۹۴۳م .کال د مۍ په مياشت کې د امريکا د ولسمشر (فرانکلن روزولت) له خوا د خوراکي توکو او کرنې په مناسبت په جوړ شوي نړيوال کنفرانس کې، چې د امريکا په ويرجينيا ايالت کې جوړ شوی و، وړاندې شوه. په دغه کنفرانس کې چې نږدې ۳۴ هيوادونو برخه لرله، په نړۍ کې د بيوزلۍ او د لوږې پر وړاندې د مبارزې په موخه د يوه نړيوال سازمان د جوړيدو پر اړتيا خبرې وشوې.

د سازمان غړو د ۱۹۴۵م  کال په اکتوبر کې د کاناډا په کيوبک ښار کې خپله لومړۍ غونډه وکړه، چې په ترڅ کې يې د غړو هيوادونو له خوا د سازمان اساسنامه لاسليک شوه. د اساسنامې له لاسليک وروسته د خوراکي توکو او کرنې نړيوال سازمان د يوه تخصصي سازمان په توګه په رسمي ډول په فعاليت پيل وکړ چې موخې يې دا دي:

۱.د خلکو د ژوند د سطحې لوړول.

۲. د کرنيزو ټوکيو توليد، اصلاح او د خوراکي او کرنيزو محصولاتو ويش.

۳. په کليوالي سيمو کې د پرمختيايي پروژو پلي کول. يعنې په عمومي توګه له نړيوال اقتصادي پرمختګ سره مرسته او د عامه هوساينې پراختيا د دغه سازمان جوړښت او ارکان دا دی:

د صلاحیت او تشکیل له مخې د خوراک د نړیوالې ادارې لوړ ارګان کنفرانس دی، له دې سره یو ځای نور ارګانونه هم لري چې لږ به یې وپیژنو:

۱. کنفرانس د FAO تر ټولو لوړ ارګان دی، چې په کال کې يو ځل غونډه کوي، اصلي او څارونکي غړي کولای شي کنفرانس ته خپل استازي وليږي، خو يوازې اصلي غړي په کنفرانس کې د رايې حق لري.که کنفرانس لازمه وګڼي کولای شي، د هغو نړيوالو سازمانونو استازي؛ چې موخې او فعاليتونه يې د کنفرانس له فعاليتونو سره ورته والی ولري، په غونډو کې د ګډون لپاره کنفرانس ته راوغواړي. ياد سازمانونه به يوازې د څارونکي په توګه په کنفرانس کې ګډون کوي او د کنفرانس په پريکړو کې د رايې ورکونې حق نه لري.

۲. شورا: شورا د سازمان اجرائيوي ارګان دي، چې ۴۹ غړي لري د شورا غړي د کنفرانس له خوا د دريو کلونو لپاره ټاکل کېږي. شورا د کنفرانس له خوا د ورکړل شويو واکونو د پلي کولو مسؤليت لري.

۳. منشي: د خوراکي توکو او کرنې سازمان منشي د سکرټريټ مشرتوب په غاړه لري. منشي د کنفرانس له لوري د يوې دورې په موخه د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د سازمان منشي د کنفرانس د توافق په صورت کې کولای شي، سيمه ييز دفترونه پرانيزي. افغانستان د ملګرو ملتونو یو ډیر پخوانی او لومړنیو اعضاوو څخه دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان اړوند، د (FAO) سازمان په افغانستان کې  دفتر او د کورنیو او بهرنیو کارکوونکو او متخصصینو لرونکی دی، چې تېرو کلونو کې یې افغانستان کې ډیرې ګټورې پروژې اجراء او تطبیق کړی دی.
اوس چې د غذایي توکو د کمښت ستونزه ټول بشریت یو شانته تهدیدوي، په کار ده چې موږ د خپلې کرنې وضعیت ته له سره کتنه وکړو. لله الحمد افغانستان د خپلې کرنې د پرمختیا، د پایداره انکشاف او شنې ودې  Green) (Growth/G.G.ته ډیر مناسب شرایط لري. آن دا چې موږ زیات شمیر داسې سرچینې او منابع لرو چې تر اوسه مو هیڅ لاس ندی وروړی، نو بیا خو ډېر اسانه کولای شو چې نه یواځې د قحط مخه ونیسو، بلکې نورو هیوادو ته هم خپل کرنیز محصولات صادر کړو او د نورو هیوادو بیوزلو ته خیرات هم ورکړو(هم خرما هم ثواب!)

دې برخه کې موږ د کرنې وړ زمکه، اوبه او شپږ د اوبو لګولو حوزې، کافي د کار ځواک لرو، خو مسلکي او متخصص کارکوونکي او تکنالوژي کې شاید ستونزه ولرو، موږ په دې برخه کې د (FAO) مرستې ته اړ یاستو، تر څو هغه منابع چې هم له فزیکي، هم له اقتصادي، اجتماعي او کلتوري چوکاټونو له پلوه ډیرې مناسبې دي، په کار واچوو.

تر ټولو ښه خبر دادی، چې نور مو جګړو ته نه وویل او د یوه دودیال(مدني او مهذب) ملت په شان مو خپل منځي شخړې، جګړه او انسان وژنه پریښوده، ورسته تر دې به انساني کرامت پالو او د پاک پروردګار په نعمتونو به کفران نه، بلکې د هغو شُکران به کوو. د شُکر په اداء کولو  کې به مو لومړی پام د حلال رزق ګټل او د هغو منابعو ښه کارول وي چې الله پاک موږ ته زموږ د فلاحت په خاطر خلق کړي دي.

پاکه پرروردګاره! افغانان نور له خپلو تیرو تیروتنو توبه کوي، معاف يې کړه او د فلاحت، آبادي او ستا مخلوق ته د خدمت توانایي ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبيح اللّه

جار جار له اسلامي امارت نه قربان له مجاهدينو نه اللّه اکبر

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x