اوباما د امریکا په فوځ کې پر همجنس پرستانو د بندیز قانون لغوه کیدل وستایل

barak_obamaنن ټکی آسیا: د امریکا ولس مشر باراک اوباما د امریکا په فوځ کې د هغه سیاست ختمول وستایل چي هم جنس پرست به يې مجبوره ول تر څو خپل د هم جنس پرستی اړیکي په فوځ کې دننه پټي وساتي، او دا يې د امریکا د هغو اخلاقو چي د امریکا بنیاد پر ولاړ دی، په لور یو مهم قدم وباله.

اوباما په خپل بیان کې چي نن د سپيني ماڼۍ څخه خپور شوی ویلي چي نن زه په رسمي توګه هغه قانون چي په (سوال مه کوه، او خبري مه کوه) سره مشهور وو، ختمول اعلانوم.

د نن څخه به هغه امریکایان چي د فوځ جامې يې په تن دي، خپل د هویت او میولاتو په اړه درواغ نه وايي.

دغه لغوه قانون چي د پخواني ولس مشر بیل کلنټن په وخت کې جوړ شوی وو، له کبله يې په امریکايي فوځ کې هغه عسکر نه پريښودل کیدل چي هم جنس پرسته به وه، او یا به يې د هم جنس پرستی خبري په فوځ کې دننه کولې.

اوباما زیاته کړه چي زمونږ ځواکونه زمونږ د پرمختګ هینداره او ساتونکي دي، او د هغو معیارونو په حصول کې چي نن مونږ ورباندي فخر کوو، د امریکا فوځ چي په هغو کې هم جنس پرستان هم شامل دي ستري قربانی ورکړی.

اوباما د راتلونکي انتخاباتو د کمپاین په ترڅ کې خپل په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي چي زه د همجنس پرستانو په احساس نه پوهیږم، خو دومره ویلی شم، چي یو سړی څرنګه احساس کوي، کله چي خپله مجتمع هغه ورغورځوي.. خبره سخته ده، خو تاسو اوس باید خپل په ځان فخر وکړی، او خپل جلاوالی خپل قوت وګرځوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د